د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني اوکراین ته د الوتکو ضد سېسټمونه استوي


یو روسی سرتېری د ماریوپول د تیېټر (تیاتر) د ړنګې ودانۍ انځور اخلي - د اپرېل ۱۲مې انځور.
یو روسی سرتېری د ماریوپول د تیېټر (تیاتر) د ړنګې ودانۍ انځور اخلي - د اپرېل ۱۲مې انځور.

د جرمني وزیراعظم اولاف شولڅ ژمنه کړې چې اوکراین ته به د اعلا ټېکنالوژۍ الوتکو ضد سېسټمونه یا نظامونه واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخالفین نیوکې کوي چې جرمني له اوکراین سره د روسیې د ناببره یرغل پر وړاندې په جګړه کې پوځي مرستې نه کوي.

شولڅ د جون پر لومړۍ نېټه په برلېن کې د پارلېمان غړو ته په وینا کې وویل، په داسې حال کې چې روسیې په ختیز اوکراین کې بریدونو ته دوام ورکړی، حکومت یې کییف ته د ای ار اېس ټي توغندیو او راډار نظام د لېږد وړاندیز منلی دی.

نوموړي وویل، د دې کار موخه دا باوري کول دي چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې پیل کړی جنګ و نه ګټي. شولڅ زیاته کړه چې غواړي اوکراین د ځان د دفاع وړ شي او په دې لړ کې بریالی اوسي.

مسکو د اوکراین په هغو سیمو کې د ځان ځایولو لپاره حملې ګړندۍ کړې دي چې له پخوا راهیسې د روسي پلویو بېلتونپالو تر واک او نفوذ لاندې وې.

اخوا غربي هېوادونو هڅې توندې کړې دي چې اوکراین ته وسلې ورسوي ځکه چې هغه هېواد د روسیې پرتله کمې وسلې لري.

د جرمني د وزیراعظم اولاف شولڅ تر اعلان څو ساعته مخکې امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي ول چې واشنګټن به اوکراین ته د راکټونو یو داسې جدید نظام ورکړي چې په کره ډول تر ۸۰ کېلومیټره واټن پورې اهداف ویشتلی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG