د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا عبدالواسع: د شېراني ځنګله لویه برخه اور مړ شوی دی


د شېراني پر څنګل لګېدلی اور. دا تصویر د مې پر ۲۲مه اخیستل شوی
د شېراني پر څنګل لګېدلی اور. دا تصویر د مې پر ۲۲مه اخیستل شوی

د بلوچستان د شېراني ضلعې په ځنګله کې د اور زور کم شوی او چارواکي وايي ډېره برخه اور یې وژلی دی.

د ځنګلونو چارو وفاقي وزیر او د وزیراعظم له خوا د شېرانیو ځنګل د اور وژنې لپاره ځانګړي استازي مولانا عبدالواسع د مې پر ۲۴مه رسنیو ته وویل چې پر ځنګل کې په لګېدلي اور د قابو موندلو لپاره یې د ایران د یو ځانکړې الوتکې مرسته تر لاسه کړی ده. "د ایران حکومت جهاز راکړ او کار یې هم شروع کړ. په تازه رپورټ کې ویل شوي دي چې له ۹۵ څخه تر ۹۸ فیصده اور مړ شوی دی. البته يو څه انګار او سکروټې شته خو که الوتکې همداسې خپل کار ته دوام ورکړ نو اور به ډېر ژر په مکمل ډول ختم شي."

نوموړي زیاته کړه چې د الوتکې په مرسته ښايي اور د مې پر ۲۵مه د ورځې تر پای يا تر سبا (د مې ۲۶مې) پورې په بشپړ مړ شي. هغه ويلي چې دې اور ۱۰،۷۰۰ اېکړه ځنګل سوځولی او د خلکو اقتصاد ته په کروړونو روپيو تاوان رسېدلی. په هغه ځنګله کې د ځڼغوزیو، زيتونو او نښترو ګڼې ونې د خلکو د کورني اقتصاد لویه سرچینه بلل کېږي.

له هغه ځنګل سره نېږدې اوسېدونکو خلکو مشال راډيو ته ویلي چې حکومت دې په بشپړ ډول د اور تر وژلو پورې خپلې چارې نه دروي. د دوی په خبره، حکومت بايد له اغېزمنو خلکو سره هم مرسته وکړي.

د ولسي اشرونو له لارې د خلکو د خدمت یوې ځايي ټولنې مشر غړي سالمين خپلواک د مې پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل ویره ده چې له انګاره بیا اور پيل نه شي نو ښه به دا وي چې په مکمل ډول ووژل شي.

د شنه غره او کسې یا سلېمان غرونو په ځنګلونو کې دا اور د مې پر ۱۲مه لګېدلی وو چې پکې درې کسان د اور وژلو په هڅو کې مړه شوي او څلور کسان زخمیان شوي هم دي. تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی معلوم.

XS
SM
MD
LG