د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شېراني ضلعې په ځنګل لګېدلی اور لا هم نه دی قابو شوی


د شیراني ضلعې مرستیال کمشنر شیخ عصمت الله وايي چې د اور مړ کولو لپاره له پوځه مرسته اخلي. (انځور: ارشیف)
د شیراني ضلعې مرستیال کمشنر شیخ عصمت الله وايي چې د اور مړ کولو لپاره له پوځه مرسته اخلي. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان د شیراني ضلعې په ځنګل کې لګېدلی اوور د مې پر ۲۰مه یعني نهمه ورځ لا هم نه دی قابو شوی چې له کبله یې ځاني‌ او مالي زیانونه اوښتي دي.

د صوبې له مرکز کوټې څخه د ۴۵۰ کلو میټر په واټن کې پرتې شیراني ضلعې په غرنۍ سیمه کې لګېدلي اور له امله د مې پر ۱۹مه درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپي شوي وو.

د روغتیا د څانګې ضلعي مشر ډاکټر عبدالهادي د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې له ځپل شویو خلکو سره د مرستو او د زخمیانو د درملنې لپاره یې د غره په لمنه کې دوه کیمپونه لګولي دي.

د شیراني ضلعې مرستیال کمشنر شیخ عصمت الله وايي چې د اور مړ کولو لپاره له پوځه مرسته اخلي.

بخوا د صوبې وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو وايي د اوور وژني په خاطر له مرکزی حکومت سره په تماس کي دي.

نوموړي د مې پر ۲۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مرکزي حکومت د اور وژنې په هلو ځلو کې د مرستو لپاره یو هیلي کاپټر ږوب ته لیږلی دی.


د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي چې دا اور د موساخېل او شیراني ضلعې تر منځ د شنه غره په ځنګلونو کې د مې پر ۱۲ مه ڼېټه لګېدلی وو چې انتظامیه یې لا هم د دې خبر تر خپرېدو په قابو کولو کې نه وه بریالۍ شوې.

دا تر اوسه نده څرګنده چې د اور د لګېدو وجوهات څه دي.

ځاي خلک وايي د اور لګیدو له امله یې په پراخه توګه د چلغوزو او زیتون قیمتي ونې سوځېدلې دي او له سیمې یو شمیر کورنیو کډې هم کړې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG