د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موساخېلو او شېرانيو ځنګله کې لګېدلي اور د ځڼغوزیو په زرګونو ونې سوځولي


په پاکستان کې په تېرو ۲ کلونو کې په بېلابېلو سيمو کې په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي وو. دا تصویر د مارګلي د غرونو دی چې په د ۲۰۲۱ کال په مې کې پکې اور لګېدلی وو.
په پاکستان کې په تېرو ۲ کلونو کې په بېلابېلو سيمو کې په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي وو. دا تصویر د مارګلي د غرونو دی چې په د ۲۰۲۱ کال په مې کې پکې اور لګېدلی وو.

د بلوچستان چارواکي وايي، د موساخېل او شېراني په مینځ کې د شين غره په ځنګلونو کې له پينځو ورځو راهیسې لګېدلي اور د مړ کولو لپاره بيړنۍ مرستې ته اړتيا لري.

اکثره ونې د ځڼغوزیو دي چې د موساخېلو او شېرانیو د خلکو اقتصاد ورسره تړلی دی. د اور وژنې پر چارو بوخت، د ځنګلونو د ځایي افسر عتیق خان د مې پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې دوی خپل کوښښ کوي خو چې تر هغو د حکومت له لوري په بيړني ډول هېليکاپټر و نه لېږدول شي تر هغه ښايي اور ژر مړ نه شي.

که مرسته ژر راونه رسي پاتې ونې به هم وسوځي
عتیق خان

نوموړي وويل: "موږ غره ته ختلي یو او ځایي خلک هم د خپلې وسې پورې له موږ سره په اور وژنه کې مرسته کوي. ځايی خلک له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې دي. د ځنګلونو د ساتنې ادارې کارکوونکې غړي هم ۱۸ یا ۲۰ غړي دي. موږ نورې مرستې ته اړتيا لرو. په ژوب کې تر ۳۵۰ پورې ليویز سرتيري شته دی. هغه دې راوليږي. بله خبره دا ده چې موږ سره هغه کيميکل نشته چې اور پرې ژر مړ کيږي. نو دغه دوا او هيلي کاپټر بايد راوليږل شي."

تر اوسه معلومه نه ده چې د اور لګېدو وجه څه ده؟ د صوبايي حکومت چارواکي وايي کوښښ کوي چې د بېلابېلو ادارو په هم اهنګولو سره ژر تر ژره د اور وژنې چاره ترسره او پاتې ونې له سوځيدلو وساتي.

د ځنګلونو د ساتنې د چارو سېکرټري دوستین جمالدیني د مې پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې د قدرتي افتونو دنظم له ادارې یې غوښتنه کړې ده چې هيلي کاپټر او نورو ضروري مواد دې برابر کړي. "خط مو ورته ليکلی دی. دوی کولی شي د خيبر پښتونخوا له ګومل څخه په هيلي کاپټرونو کې اوبه پورته او پر دې ځنګل وپاشي چې اور یې مړ شي."

په دې ځنګل کې د ځڼغوزیو ونې دي چې د ځايي خلکو اقتصاد پرې روان دی. ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې که حکومت ژر اور مړ نه کړي نو دوی به هغه ګټه تر لاسه نه شې کړای چې هر کال یې د خپلې برخې له ځڼغوزیو ترلاسه کوي.

د ځنګلونو ساتونکي جمعه خان د می په ۱۷ مه نیټه ومشال راډیو ته وویل چې د ځنګل لویه برخه سوځېدلې او پاتې هم ښايي ژر ختمه شي. هغه زیاته کړه چې د اور د ډېرې تباهۍ وجه په ځنګل کې وچې ونې دي چې له ډېرې مودې راهیسې د وچکالۍ له امله شنې نه دې پاتې. هغه زیاته کړه چې حکومت بايد دا اور مړ او په ټوله کې د ځنګلونو ساتلو ته پاملرنه وکړي.

د بلوچستان وزيراعلی عبدالقدوس بېزنجو رسنيو ته په يو لېږدولي بيان کې ويلي چې حکومت به يې په شين غره کې د لګېدلي اور د مړ کولو لپاره هر ګام پورته کړي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG