د لاسرسي ځای

تازه خبر

قامي اسمبلۍ کې د شېراني په غرونو کې د لګېدلي اور د ژر وژنې غوښتنه شوې


د بلوچستان پښتون مېشتې سيمې شيراني په غرونو کې د لګېدلي اور انځور.
د بلوچستان پښتون مېشتې سيمې شيراني په غرونو کې د لګېدلي اور انځور.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د ملي جمهوري غورځنګ او جمعيت علما اسلام فضل الرحمن ډلې غړيو له حکومته غوښتي چې د شيراني په ځنګلونو کې د لګېدلي اور په وژلو کې دې نوره کوتاهي نه کوي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د مې پر ۲۳مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته د وينا پر مهال پر صوبايي او وفاقي حکومت تورن کړل چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د لګېدلي اور د وژلو لپاره یې خاص اقدامات نه دې کړي.

د قامي اسمبلۍ په دې غونډه کې د جمیعت علما اسلام مولانا محمد انور هم پر حکومت غږ وکړ چې د اور وژلو لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي.

په شيراني کې پر ځنګل د لګيدلي اور وروستی حال څه دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

خو د بلوچستان چارواکي وايي چې د اور مړه کولو لپاره هلې ځلې کوي او دا مهال هيلي کاپټران د اوبو پاشلو له لارې د اور وژلو هڅې کوي. بل خوا له ايرانه هم يوه ځانګړې الوتکه پاکستان ته رسېدلې او د مې پر ۲۴مه نېټه يې د اور وژلو عمليات پیل کړي دي.

د شنه غره او سلېمان غرونو په ځنګلونو کې دا اور د مې پر ۱۲مه نېټه لګېدلی وو چې پکې درې کسان د اور مړه کولو په هڅو کې مړه شوي هم دي. لاهم څرګنده نه ده چې د اور لګېدو علت څه دی؟

د بلوچستان حکومت ويلي چې د شيراني په غرونو کې لګېدلي اور پر ۱۰،۰۰۰ اېکړه تر زیاته مځکه د زېتون او زڼغوزو ونې سوځولې دي. د صوبې د ځنګلاتو ادارې مشر دوستين جمالديني د مې پر ۲۲مه ماښام مشال راډیو ته وويل چې اور لاهم بل دی.


ده وویل چې د پوځ څلور هیلي کاپټران شپه او ورځ پر دې اور اوبه پاشي خو اور تر اوسه شاوخوا ۱۰،۷۰۰ اېکړه ځنګل سوځېدلی دی. د ځنګلاتو ادارې يو ځايي چارواکي یحیا موسی خېل د مې پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د اور د نور نه خورېدو د مخنيوي لپاره يې ګڼ شمېر ونې وهلې او نورې به هم پرې کوي.

نوموړي وویل چې د مې ۲۳مې په شپه هم د تېز باد له کبله اور لا زیات شوی دی. د بلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو یو ځل بیا ویلي دي چې د شیراني په ځنګل د لګېدلي اور وژلو لپاره ټول وسایل په کار اچول شوي دي.

XS
SM
MD
LG