د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیب د صوبايي وزیر شوکت یوسفزي شتمنۍ پلټي


شوکت یوسفزی
شوکت یوسفزی

د احتساب قامي ادارې (نیب) د خیبر پښتونخوا د خواريکښۍ او ثقاقت وزیر شوکت یوسفزي د شتمنیو د پلټنو منظوري ورکړی.

د فېبرورۍ پر۱۰مه د نیب چېرمېن جسټس ریټایرډ جاوید اقبال په مشرۍ یوه غونډه کې د اتو چارواکو د اثاثو د پلټنو منظوري ورکړل شوه چې شوکت یوسفزی هم پکې شامل وو.

شوکت یوسفزي بېګا رسنیو ته ویلي چې د ده د اثاثو پلټنې دې وکړل شي او ورته تیار دی خو زیاتوي چې چا درغلۍ کړې دي د هغوی خلاف کاروايي نه کېږي.

نوموړی زیاتوي چې د ده د پلار، مېرمنې او د بچو شتمني دې وپلټي خو د بلچا نوم په ده پورې اړه نه لري.

په پېښور کې تجربه کار خبریال شمیم شاهد وایي، اوس هم د پاکستان تحریک انصاف ډېر مشران داسې دي چې پر هغوی د بدعنوانۍ تورونه دي خو پرضد یې کاررویي نه کېږي. د ده په اند د شوکت یوسفزي پرضد کارروايي په ملک کې د روان اړی ګړی نتیجه ده. دی زیاتوي د تحریک انصاف دننه ډېر اختلافات شروع شوي دي او له ملکي ادارو [ایسټبلشمنټ] سره یې تعلقات هم ښه نه دي او دا شوکت یوسفزي پرضد کارروايي هم هسې نه ښکاري یوڅه خو به وي، ځکه وړاندې چې شوکت یوسفزی د صحت وزیر وو نو پرې بډو رشوتونو او درغلۍ تورونه ول خو دا ده چې په تحریک انصاف کې یوازې شوکت یوسفزی نه دی بلکې پر ډېرو وزیرانو او مشیرانو یې تورنه لګېدلي دي او اوس هم پرې لګېږي.

د روانې فېبروۍ میاشتې په اوومه نېټه پاکستان سپریم کورټ د درغلۍ یوې قضيې اورېدنې پر مهال ویلي ول نیب په لویو کیسونو کې ککړ کسان نه رانیسي او وړو او کوچنیو تورنو ته لاس اچوي.


په پاکستان کې مخالف ګوندونه پر نیب تور لګوي چې د حکومت په وینا د مخالفو ګوندونو خلاف انتقامي کاروايي کوي، د حکومتي غړیو د درغلیو پلټنې نه کوي. خو نیب او حکومت دغه تورونه ردوي او وايي چې دا یوه خپلواکه اداره ده او په کار کې یې د هېچا مداخلت نه شته.

XS
SM
MD
LG