د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د برتانیې د پارلېمان پر ۱۵۴ غړيو بنديزونه ولګول


د برتانيې د پارلېمان غړي د بحث پر مهال - انځور له ارشيفه
د برتانيې د پارلېمان غړي د بحث پر مهال - انځور له ارشيفه

روسیې د غربي هېوادونو پر وړاندې په يو ورته اقدام کې د برتانیې د پارلېمان پر ۱۵۴ غړو بنديزونه لګولي دي.

دا فېصله د هغه اقدام په ځواب کې شوې چې پر اوکراین د روسیې تر بلا اشتعال یرغل وروسته د روسیې ځينو ډېپلوماټانو او د پارلېماني غړو خلاف پورته شوی دی.

په مسکو کې د بهرنیو چارو وزارت د مې پر ۲۴مه وویل چې د برتانیې د بهرنیو چارو پخواني وزیر او په پارلېمان کې د مخالف محافظه کار ګوند (کنزروېټېو پارټۍ) د مشر وېلییم هېګ په شمول د هغه هېواد د پارلېمان پر غړو روسیې ته پر ورتګ بندیز لګوي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپل دغه اقدام په دفاع کې ویلي چې په تېر مارچ میاشت کې د برتانیې حکومت د روسیې د پارلېمان پر شاوخوا ټولو غړو شخصي بندیزونه لګولي ول.

د فبرورۍ پر ۲۴مه چې کله روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین غرب پلوه اوکراین ته خپل عسکر ولېږدول نو غربي هېوادونو پر مسکو پراخه بندیزونه ولګول چې پکې د سوېفټ په نوم د پیسو د لېږد له نظامه د یوشمېر روسیو بانکونه ایستل، پر روسیو برامداتو بندیزونه، په هغه هېواد کې د پانګونې محدودول، د حکومتي چارواکو او د هغوی د کورنیو شتمنۍ کنګلول او پر یوشمېر لوړپوړو چارواکو سفري بندیزونه شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG