د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران د جنګې الوتکې غورځېدو په پېښه کې دوه پايلټان وژل شوي


د ایران اېف-۷ جنګي الوتکه. پخوانی انځور
د ایران اېف-۷ جنګي الوتکه. پخوانی انځور

د ایران د هوایي پوځ دوه پایلټان د جنګي الوتکې غورځېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

دا پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې کله جنګي الوتکه(اېفروزنې پرمهال د ایران په مرکزي ښار نایین کې وغورځېده. د ایران سرکاري خبري اژانس اېرنا له مخې دغه پېښه نن (مې۲۴مه) سهار شوې ده او د یو پوځي چارواکي له خوا يې لیکي چې پېښه د یوې تخنیکي ستونزې له امله شوې ده او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

په دې وروستیو کلونو کې د ایران د هوايي ځواکونو د الوتکو د غورځېدو یو شمېر پېښې مخې ته راغلي دي. په فبرورۍ میاشت کې هم د ایران د ۱۹۷۹ز کال د انقلاب وړاندې د امریکا څخه اخیستل شوې جنګي الوتکه غورځېدلې وه. دغه الوتکه چې د شمال غربي ښار تبرېز کې د يوه ښوونځي پر لوبغالي راپرېوتې ده چې پکې دوه پایلټان او یو ولسي وګړی وژل شوي ول.

پر ایران د لسیزو غربي بندیزونو له کبله د جنګي الوتکو د پرزو د بدلولو او ترميمولو کارونه ګران شوي دي. د ایران هوايي ځواک ځینې روسي الوتکې هم لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG