د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر اقتصادي فورم ته وینا کوي


ټاکل شوې چې ولسمشر زیلینسکي د مې پر ۲۳مه د ویډیو کانفرنس له لارې په غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې ولسمشر زیلینسکي د مې پر ۲۳مه د ویډیو کانفرنس له لارې په غونډه کې ګډون وکړي.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلینسکي به د سویټزرلېنډ په ډېووس ښارګوټي کې نړیوال اقتصادي فورم ته پرانیستونکې وینا کوي.

ټاکل شوې چې ولسمشر زیلینسکي د مې پر ۲۳مه د ویډیو کانفرنس له لارې په غونډه کې ګډون وکړي.

ولسمشر زیلنسکي به د اوکراین لپاره د داووس خونې په پرانیسته کې به برخه واخلي. دا خونه د کییف او د هغوی د نړیوالو ملاتړو لپاره جوړه شوې ده.

رپورټونه وايي چې د ډېووس مرکزي کوڅه د اوکرایني هنرمندانو لخوا سینګار شوې او د "روسیې د جنګي جرمونو په کور" بدله شوې چې د ویجاړۍ او درد انځورونه ښیي.

بلخوا د روسيې سیاستوالان، سوداګر، ایکریګټیوز او څیړنکاران سږکال په دې غونډه کې ګډون نه کوي.

د ډېووس تنظیم کوونکو د مارچ په میاشت کې اعلان وکړ چې دوی پر اوکراین د مسکو د یرغل په نتیجه کې له روسي شرکتونو او چارواکو سره اړیکې پرې کوي.

د نړیوال اقتصادي فورم دا څلور ورځنۍ غونډه به په جنوري کې کیده خو د کویډ ۱۹ وایرس وبا له وجې تراوسه ځنډول شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG