د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر د روسيې له خوا د لېزري وسلو جوړولو ادعا پروپیګنډه بللې


د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د مې پر ۱۸مه نېټه ويډيويي وينا وکړه.
د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د مې پر ۱۸مه نېټه ويډيويي وينا وکړه.

د اوکراين ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د روسيې هغه ادعا "تبلیغات" بللي چې وايي په اوکراين کې د ډرون الوتکې غورځولو لپاره د طاقتوره "لېزري وسلې" جوړولو ته نېږدې شوې ده.

زېلېنسکي ويلي، د جنګ پر وخت دا ډول تبلیغات هغه مشران خپروي چې "د خپلو لویو تېروتنو له منلو څخه ویرېږي."

د روسيې سرکاري خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې مرستيال لومړي وزیر يوري بورېسوف د مې پر ۱۸مه نېټه له مسکو سره نېږدې په خبري غونډه کې وويل چې هېواد یې داسې لېزري نظامونه جوړ کړي چې څو چنده زيات طاقت لري او د مختلفو هدفونو د ورانولو وړتیا لري.

د تاس راپور زیاتوي، د مې پر ۱۸مه د دې "نوي نظام ازموينه وشوه او په پینځه ثانیو کې دننه يې يوه ډرون الوتکه وسوځوله."

له بورېسوفه چې پوښتنه وشوه چې ایا دا ډول وسله به په اوکراین کې وکارول شي او که نه نو ده یې په ځواب کې وویل، "هو."

نوموړي زیاته کړه چې د هغه ډول وسلو لومړنۍ نمونې وار له مخه کارول شوې دي.

د بورېسوف د دعوو تصدیق نه شي کېدای او تاس اژانس په رپورټ کې د لېزري وسلې د ازموینې انځورونه هم نه شته.

زېلېنسکي د مې ۱۸مه شپې مهال په ويډيويې وينا کې د مسکو په اعلان پورې خندا وکړه ا و یې ويل چې دا ښيي چې روسي مشران د "هغو لویو تېروتنو له قبلولو ویرېږي چې په روسیه کې په لوړو رياستي او پوځي سطحو شوې دي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG