د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو پېښور کې یو پولیس افسر وژلی دی


په پېښور کې یوشمېر پولیس سرتېري له عدالته بهر پهره کوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوشمېر پولیس سرتېري له عدالته بهر پهره کوي - پخوانی انځور.

د پېښور پولیس چارواکي وايي، "نامعلومه وسله والو" په ښار کې یو تاڼېدار ویشتلی دی.

د شاه پور تاڼې یوه چارواکي انعام الله خان مشال راډیو ته وویل چې د هغې تاڼې مشر شکیل خان د مې ۱۹مې پر سهار له کوره کار ته روان چې په څمکنیو کې په یوه موټر کې ناستو وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

دی وايي، وسله وال تر حملې وروسته له هغه ځایه تښتېدلي خو دوی یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

له تېرې یوې مودې راهیسې د پېښور په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي.

د اپرېل پر ۲۰مه ماښام مهال وسله والو د خیبر ضلعې پر یوه پوسته په برید کې یو پولیس سرتېری او دوه ولسي وګړي وژلي ول.

تر دې مخکې په جنورۍ کې د پېښور په بډه بېره کې پر پولیسو د لاسي بم برید شوی وو چې پکې درې سرتېري ژوبل شوي ول. د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې هم په سربند کې وسله والو یو پولیس سرتېری ویشتلی وو.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، د وسله والو پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی او د امنیت ټینګښت ته ژمن دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG