د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې وسله والو یو پولیس سرتېری وژلی دی


پولیس وايي، پېښه د ډېسېمبر ۲۳مې پر سهار شوې ده.
پولیس وايي، پېښه د ډېسېمبر ۲۳مې پر سهار شوې ده.

د پېښور پولیسو ویلي دي چې د هغه ښار په سربند کې وسله والو یو پولیس وژلی دی.

پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۳مه په بیان کې ویلي دي چې ګلفراز خان د پنجشنبې (زیارت) پر سهار د باړه قدیم پر امنیتي پوستې د دندې پر مهال په نښه شو او وسله وال تر حملې وروسته وتښتېدل.

تر اوسه روښانه نه ده چې هغه سرتېری چا وژلی او ورباندې د حملې ذمه واري هم چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي د بریدګرو لټون یې پیل کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG