د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې درې پولیسوال په لاسي بم برید ژوبل


په پېښور کې پولیسو د عملیاتو پر مهال. انځور - ارشیف
په پېښور کې پولیسو د عملیاتو پر مهال. انځور - ارشیف

د پېښور په بډه بیره سیمه کې د لاسي بمونو په دوو بریدونو کې درې پولیس سرتېري ټپي شوي دي.

پولیسو په یو بیان کې ویلي چې د جنورۍ پر ۱۸مه شپه د ګشت پر مهال د پولیسو په ګاډي د لاسي بم برید شوی دی چې د یوه سب انسپکټر په ګډون پکې درې پولیسوال ټپیان شوي دي.

د ښار د پولیسو یو مشر چارواکي (اېس اېس پي اپرېشن) هارون رشید د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې پلټنې کوي او په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د جنورۍ پر ۱۸مه د پېښور د حیات اباد په صنعتي برخه کې هم ناپیژندل وسله والو د پولیسو په یوه پوسته برید کړی دی خو د چارواکو په وینا ځاني زیان نه لري.

بلخوا امنیتي چارواکي وايي، د جنورۍ پر ۱۸مه شپه یې د شمالي وزیرستان سپلګه سیمه کې په پوځي عملیاتو کې دوه وسله وال وژلي دي.

یو امنیتي چارواکي د جنورۍ پر ۱۸مه د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا هغه وسله وال وو چې د جنورۍ پر ۱۷مه یې په میرعلي کې په وسله وال برید کې یو پولیس سرتېری وژلی او دوه نور ټپیان کړي ول.

امنیتي چارواکي زیاتوي، د وسله والو پرضد به عملیات دوام لري. وسله والو ډلو لا په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلې.

دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي وزیرستان د سره راغه تحصیل په وچه خوړه سیمه کې د ځمکني ماین په چاودنه کې د فرنټیر کور یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د سیمې د پولیسو مشر خان زیب مومند مشال راډیو ته وویل، دا برید د جنورۍ پر ۱۸مه ترسره شوې چې هدف بې د فرنټیر کور د سرتېرو هغه ډله وه چې د بمونو شنډولو کار کوي.

د برید ذمه واري د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني رسنیو سره په شریک کړي یو بیان کې منلې ده.

XS
SM
MD
LG