د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صدې بازار دوکاندارانو د احتجاج په ډول هټۍ وتړلې


د صدې بازار دکاندارانو احتجاج
د صدې بازار دکاندارانو احتجاج

د کورمې د صدې بازار دوکاندارانو د خپلو غوښتنو لپاره د مې په ۱۷مه، یو ځل بیا د احتجاج په توګه خپل دوکانونه وتړل.

د دوکاندارانو د اتحادیې مشران وايي د بجلۍ او نورو بنیادي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله د دوی کاروبارونه اغېزمن شوي دي خو په وار وار د غوښتنو باوجود یې انتظامیه ستونزې نه هواروي.

د کورمې د دوکاندارانو د اتحادیې مشر محمد ارشاد د مې پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې دوی په سیمه کې د بجلۍ بحالۍ او پرمختیايي کارونو ترسره کېدو غوښتنه کوي. نوموړي زیاته کړه چې باید انتظامیه د جرمانو او چاپو لګولو پر ځای د دوی ستونزې هوارې کړي.

دا احتجاج د مې له ۱۶ مې راهیسې روان دی چې د دوکاندانو په ګډون پکې ځايي سیاسي او ولسي فعالان هم برخه اخلي.

بلخوا د کوزې کورمې مرستیال کمېشنر فضل ودود صافي د مې پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، د بازار دوکانداران وړیا بجلي غواړي او د هغو کسانو پر ضد اېف ايي ار ختمول غواړي چې په سرکاري کار کې یې مداخلت کړی دی. نوموړي زیاته کړه چې انتظامیه قوانین نه عملي کوي نو بیا خو د حکومتي ادارو هېڅ ضرورت نه پاتې کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG