د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د جګړې له پیل راهیسې له اوکراینه تر ۶ مېلیونه زیات کسانو کډه کړې


ملګري ملتونه وايي له کډوالو څخه یې ۹۰ فیصده ښځې او ماشومان دي - پخوانی انځور.
ملګري ملتونه وايي له کډوالو څخه یې ۹۰ فیصده ښځې او ماشومان دي - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې له هغه هېواده تر شپږ مېلیونه زیات کسان وتلي دي.

یو اېن اېچ سي ار د مې پر ۱۲مه ویلي چې د چارشنبې تر ورځې پورې له اوکراینه ټول ۶،۰۲۹،۷۰۵ کسان وتلي دي چې ۹۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

اوکراینیو چارواکو د شخړې په پیل کې له ۱۸ څخه ۶۰ کلونو پورې عمر لرونکي سړي له هېواده له وتلو منع کړي ول چې پوځي، ملکي او نورې دفاعي چارې پیاوړې کړي.

هغه مېلیونونه کډوال د اوکراین ګاونډیو هېوادونو ته تللي، او زیاتره یې د اروپايي ټولنې غړي هېواد پولینډ ته اوښتي دي.

د جګړې له وجې تر اته مېلیونه زیات اوکراینیان په هېواد کې دننه بې کوره شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې که شخړه دوام ولري نو روان کال به شاوخوا اته مېلیونه وګړي له اوکراینه بهر ولاړ شي.

تر جګړې مخکې د اوکراین ټول نفوس ۴۴ مېلیونه وو چې پکې د هغو سیمو ابادي هم شامله ده چې د روسیې یا د بېلتونپالو تر واک لاندې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG