د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين کې پر يو روسي پوځي د ولسي وګړي د وژنې په تور مقدمه چلېږي


د ۲۰۲۲ کال د اپريل په دولسمه، يو روسی پوځي په ماريپول کې د يوې ودانې دننه د تالاشۍ په مهال
د ۲۰۲۲ کال د اپريل په دولسمه، يو روسی پوځي په ماريپول کې د يوې ودانې دننه د تالاشۍ په مهال

اوکرایني چارواکي په لومړي ځل پر یوه روسي پوځي د یوه اوکرایني وګړي د وژنې په تور مقدمه چلوي.

دا پېښه د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې بې له پارونې یرغل پرمهال شوې ده.

د اوکراین سرکاري وکیلې اېرینا وېنېدېکتووا د مې پر ۱۱مه پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې پر هغه روسي عسکر تور دی چې د سومي په شمال شرقي سیمه کې یې پر سایکل روان یو ۶۲ کلن ولسي وګړی وژلی دی.

د څارنوالې دفتر د هغه روسي عسکر چې وادیم شېشېمرین نومېږي پرضد په عدالت کې مقدمه عدالت دایره کړې.

هغه روسی سرتېری د مسکو د ټانکونو د یوې پوځي فرقې قوماندان دی. وېنېدېکتووا وايي، تورن ۲۱ کلن عسکر اوسمهال د اوکراین په حراست کې دی. نوموړې زیاتوي، که پر هغه تور ثابت شي نو ورته د عمر قید سزا اورول کېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG