د لاسرسي ځای

تازه خبر

خارکیېف کې د اوکرایني ځواکونو پرمختګ، دونباس کې روسي عملیات روان


د اوکراين يجاړ شوي ماريوپول ښار انځور
د اوکراين يجاړ شوي ماريوپول ښار انځور

راپورونه وايي، اوکراینيو ځواکونو له خارکیېف او خیرسون سره نږدې د روسیې پر پوستو پرمختګ کړی او د ځینو وړو سیمو په نیولو بریالي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین په ختیځ سیمه دونباس کې د روسیې عملیات دوام لري.

د اوکراین د ولسمشر وولادیمیر زیلینسکي د یو لوړپوړي سلاکار اولیسکي اریستوویچ لخوا نن (د مې پر اوومه) دغه ادعا تر هغې دوه ورځې مخکې مخې ته راغلې چې روسیې جرمني نازیانو ته د شکست ورکولو د کلیزې په یاد کې د خپلې بریا ورځ لمانځلو لپاره لویې دستورې په پام کې نیولې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مې د نهمې خطاب به ډېر له نږدې څارل کېږي او کتل کېږي به چې ایا نوموړی به کوم عمومي تحریک یا بل کوم مهم سټراتیژیک بدلون اعلانوي که څنګه؟

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د بلا اشتعال یرغل نن (د مې اوومه) درې اویا ورځې پوره کېږي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د یرغل د پیل په سر کې روسي ځواکونو د کیېف او نورو اوکرایني ښارونو د نیولو کوشش کاوه چې پکې ورته درانه ځاني او مالي تاوانونه ورسېدل. خو وروسته یې کمانډران له کیېف سره نږدې سیمو نه پشا شول او دونباس سیمې ته یې مخه وکړه.

د روسیې د دفاع وزارت د مې پر شپږمه وویل چې ځواکونو یې په دونباس کې پرمختګ ته دوام ورکړی او هلته یې په کراماتورڅک کې د وسلو یو ډیپو تباه کړی او دوه اوکرایني جنګي جازونه یې راغورځولي دي.

خو د اوکراین د ولسمشر سلاکار پر ټیليګرام چینل یوه ویډیو کې دعوه وکړه چې اوکرایني ځواکونو پرمختګ کړی دی.

بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین پلازمېنې کییف ته نږدې د روسي ځواکونو د یرغل پر مهال د ۶۰ ممکنه جنګي جنایتونو په اړه اسناد ټول کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، داسې شواهد شته چې روسي ځواکونو د بوچا په ګډون د کییف په اتو څنګلورو ښارونو کې د یرغل په لومړیو اونیو کې "ځورونې، خپلسري اعدامونه او په ملکیانو باندې بې باکه ډزې" کړې دي.

د دغه سازمان مشرې اګنېس کالاماراد د مې پر شپږمه په دې اړه څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي، چې ملکیان قصداً په نښه شوي او دا بریدونه د منلو وړ نه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG