د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي ولسمشر پر اوکراین یرغل "جایزه" بللی خو برتانيا دا کار "فاشېزم" ګرځولی


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې پر نهمه د دويمې نړیوالې جګړې په تړاو د بريا ورځې د لمانځغونډې پر مهال.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مې پر نهمه د دويمې نړیوالې جګړې په تړاو د بريا ورځې د لمانځغونډې پر مهال.

د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتين پر اوکراین "بې له پارونې" یرغل "جایزه" بللی او دا یې د خپل وطن د "دفاع لپاره مهم" ګرځولی دی.

خو برتانیا ادعا کوي چې پر اوکراین د روسيې یرغل هغه ډول "فاشېزم" او "زورواکي" ده چې د دویمې نړیوالې جګړې سبب ګرځېدلې وه.

پوتين چې د مې پر نهمه یې د دویمې نړیوالې جګړې په مناسبت د بریا ورځې لمانځلو پر مهال د مسکو په سره څلورلاره کې پوځي پرېډ څاره، هغه تورونه تکرار کړل چې د ده په وینا، د روسیې سرحدونو ته "خطر" پېښوي او دا چې پر اوکراین یرغل د هغه ګواښ د مخنیوي لپاره "وار له مخه پورته کړی مهم قدم" دی.

په دویمه نړیواله جګړه کې روسیې له اتحادي هېوادونو سره په ګډه په ۱۹۴۵ز کال کې ناڅي (نازي) جرمني ته ماتې ورکړې وه.

پوتين پر دې موقع د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې پر جګړه بوختو عسکرو هم غږ وکړ چې د وطن دفاع کول "تل یو سپېڅلی" عمل وي. روسيې ژمنه کړې چې دا سیمه به د دوی په وینا له کییف څخه "ازادوي"

تر نوموړي سمدستي وروسته، د برتانیا د دفاع وزیر بېن ویلاس د برتانیې په ملي پوځي میوزییم کې د وینا پر مهال وویل، په کار ده چې ټول مسلکي ځواکونه د روسيې د پوځ پر چلند "حیرانه" وي چې "په یو ناروا یرغل او جنګي جرمونو" کې ککړ دی. ده زیاته کړه چې روسي جنرالان باید پوځي عدالتونو ته حاضر شي ځکه چې په وینا یې، خپل سرتېري او افسران ناکاموي.

اخوا روسیو ځواکونو په داسې حال کې په اوکراین کې بریدونو ته زور ورکړی چې د مې پر نهمه روسیه په ۱۹۴۵ز کال کې د ناڅي (نازي) جرمني پرضد په بریا کې د خپل لوبولي رول ورځ لمانځي.

هر کال په دې ورځ په روسیه کې د ملي بریا د ورځې په نامه عامه رخصتي وي. په عین وخت روسيو ځواکونو د اوکراین په ختيځ او جنوب کې بريدونو ته زور ورکړی دی. خو تر اوسه پورې نه دې توانیدلي چې د اوکراین ماریوپول ښار د ازوف ستراتیژیک بندر په بشپړه توګه ونیسي. د اټکل له مخې په دې ښار کې شاوخوا ۲۰۰۰ اوکرایني جنګیالي د روسيو ځواکونو په وړاندې مزاحمت کوي. دا مقاومت کوونکي ځواکونه په ماریوپول کې سمڅې (سورنګونه) او د ازوفستال په نوم د پولادو د کارخانې ځمکلاندې خوندي ځایونه استعمالوي.

ازوفستال د اوکراین په شخړه کې علامتي حیثیت خپل کړی چې د روسیو ځواکونه یې د بریا د ورځې په مناسبت نیول غواړي.

بل خوا اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د ماریوپول دفاع کوونکو ځواکونو پر ضد په روسیو بریدونو کې د لا نور شدت راتلو خبرداری ورکړی دی. په ۱۹۴۵ز کال کې د ناڅي (نازي) جرمني پر ضد د بریا د ورځې په مناسبت زېلېنسکي د مې پر اتمه په وینا کې وویل چې پر اوکراین په يرغلکولو سره روسيه د "ناڅیانو (نازیانو) ظلمونه تکراروي."

هم د مې پر اتمه نېټه زېلېنسکي د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو (جي-۷) غونډې ته د ویډیو لېنک له لارې وینا وکړه چې پکې یې پر اوکراین د روسیې د "بلا اشتعال، ناروا او غیر قانوني پوځي یرغل" او په هغه هېواد کې په جمهوري توګه د منتخبه حکومت د چارواکو پر ځای په "ناجایزه توګه نورو خلکو ته د واک سپارلو د هڅو غندنه" وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG