د لاسرسي ځای

تازه خبر

مېکرون: په اروپايي اتحادیې کې د اوکراين غړيتوب به وخت اخلي


د فرانس ولسمشر اېمانويل مېکرون (د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ د مياشتې تصویر)
د فرانس ولسمشر اېمانويل مېکرون (د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ د مياشتې تصویر)

د فرانس ولسمشر اېمانوېل مېکرون وايي په اروپايي ټولنه کې د اوکراین په رسمي توګه شاملېدل به کلونه وخت واخلي.

نوموړي د مې پر نهمه په سټراسبرګ کې د خبرو پر مهال د اروپايي هېوادونو لپاره د یو داسې نوي سیاسي تنظیم وړاندیز وکړ چې ګډ ارزښتونه او قدرونه لري.

مېکرون وویل چې د اوسنیو اصولو لاندې په اروپايي ټولنه کې د شاملېدو عمل داسې دی چې کلونه پرې لګيدای شي. ولسمشر مېکرون دا خبرې له هغه وروسته وکړې چې اروپايي کمیشن ویلي چې د اوکراین د غړیتوب په موخه د هغه هېواد د خواست په اړه به په جون کې خپل لومړۍ دریځ ورکوي.

په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې ۲۷ هېوادونه د روس د یرغل خلاف د اوکراین د مزاحمت ملاتړ کوي، په اروپايي ټولنه کې پر دې خبره تقسیم پیدا شوی چې څه رنګه ژر تر ژره اوکراین د غړي په توګه قبول کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG