د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هونزه کې د ګاډي ټکر ۱۵ بهرني او ۳ پاکستاني وګړي ټپي کړي


یوې ټپې شوې مېرمن ته لومړنۍ طبي مرسته ورکول کيږي
یوې ټپې شوې مېرمن ته لومړنۍ طبي مرسته ورکول کيږي

د ګلګت بلتستان پولیس وايي په سیلانۍ سیمه، هونزه کې د يو ګاډي د ټکر له وجې ۱۸ کسان زخمي شوي دي.

د هونزه پوليس مشر ايس ايس پي ظهور احمد د مې په اتمه نيټه مشال راډيو ته وويل چې د مې پر اوومه ناوخته له هونزه څخه ګلګت ته تلونکي د غير ملکي سيلانيانو يو ګاډی په سمایرنګر سیمه کې د سړک حفاظتي ديوال سره وجنګيد.

د هغه په وينا په زخمیانو کې ۱۵ بهرنيان هم شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې په دوی کې ۱۴ د فرانس او ۱ د کاناډا دی.

د هغه په خبره د ټولو زخميانو درملنه روانه ده او د هېچا ټپ مرګونی نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG