د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماریوپول د پولادو له کارخانې شاوخوا ۱۰۰ ولسي وګړي خوندي ځایونو ته رسېدلي


دا ښځې د مې پر دویمه نېټه د ماریوپول د پولادو له کارخانې څخه زپروژیا ښار ته ورسېدې.
دا ښځې د مې پر دویمه نېټه د ماریوپول د پولادو له کارخانې څخه زپروژیا ښار ته ورسېدې.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې په ساحلي ښار ماریوپول کې د ازوفستال په نوم د پولادو له یوې محاصره کارخانې څخه شاوخوا ۱۰۰ ولسي وګړي ایستل شوي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې ملګرو ملتونو ویلي ول له هغې کارخانې د خلکو د خوندي ایستلو عملیات روان دي.

زېلېنسکي د مې پر لومړۍ نېټه ناوخته پر ټوېټر پاڼه ولیکل چې له ملګرو ملتونو سره په ګډه له هغې کارخانې د ولسي وګړو د ایستلو په عملیاتو د خپلې کاري ډلې مننه کوي.

په هغه کارخانه کې له اوږدې مودې راهیسې ګڼ خلک بند پاتې دي او د ایستلو عملیات یې هم د ځنډ ښکار ول چې اوس پر داسې مهال شوي چې د امریکا د کانګرس مشرې (سپیکرې) نینسي پلوسي په کییف کې له ولسمشر زېلېنسکي سره ولیدل او ورته یې د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

نوموړې د اپرېل پر ۳مه په نااعلان کړي سفر هلته ورغلله چې ولسمشر زېلېنسکي یې د ملاقات ویډیو د مې پر لومړۍ نېټه خپره کړه.

زېلېنسکي وویل، "موږ د خپلواکۍ پر سر حد ولاړ یو، او ستاسې جګړه د هر چا لپاره ده. زموږ دا ژمنه ده چې د جګړې تر پایه به له تاسې سره یو."

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ویاند ساویانو ابریو د مې پر لومړۍ اسوشیېټېډ خبري اژانس ته وویل چې په ماریوپول ښار کې د پولادو له کارخانې د ولسي خلکو د ایستلو چارې یې د سره صلیب نړیوالې ادارې تر څنګ د روسیو او اوکراینیو چارواکو په همکارۍ ترسره کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG