د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري وايي پر نړیوال کچ د پاکستان داعیې لپاره کار کوي


د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستان تر ټولو ځوان د بهرنیو چارو وزیر دی - انځور له ارشیفه
د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د پاکستان تر ټولو ځوان د بهرنیو چارو وزیر دی - انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنيو چارو نوي وزير بلاول بوټو زرداري د خپلې دندې تر لوړې وروسته ويلي چې پر نړيواله کچه به د پاکستان د داعیې لپاره کار کوي.

هغه د اپرېل پر ۲۷مه تر لوړې وروسته پر ټوېټر ليکلي چې د ده پیپلز ګوند د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ په اېتلافي حکومت کې دويمه لویه ونډه لري او هوډ لري په ملک کې د جمهوريت د ودې، انتخاباتي اصلاحاتو او په نړيواله کچه د پاکستان د داعیې د ملاتړ لپاره ګامونه واخلي.

۳۳ کلن بلاول بوټو زداري د پاکستان تر ټولو ځوان بهرنيو چارو وزير شوی دی.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د اپرېل پر ۲۷مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د وفاقي وزیر په حیث لوړه وکړه. ولسمشر عارف علوي هغه ته سوګند ورکړ.

په هغه غونډه کې د وزیراعظم شهباز شریف، د پيپلز ګوند شریک چېرمین او د بلاول بوټو پلار اصف علي زرداري په ګډون د ګوند نور غړي هم موجود ول.

د نوموړي د دې دندې اعلان د روانې میاشت تر ۱۱مې وروسته د نوي حکومت جوړېدو پر وخت نه وو شوی خو د پاکستان رسنیو خبر ورکړی وو چې هغه ته به د بهرنیو چارو وزارت سپارل کېږي. د اپرېل پر ۱۹مه د نوي وفاقي کابینې ۳۴ غړو د لوړې پر مهال بلاول زرداري سوګند نه وو کړی. هغه وخت حنا رباني کر د بهرنیو چارو د ریاستي وزیرې په توګه لوړه کړې وه.

د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ په اېتلافي حکومت کې بېلابېل ګوندونه شامل دي.

د پخواني وزیراعظم عمران خان حکومت د اپرېل پر ۱۰مه د مخالفو ګوندونو له خوا په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک تر بریالي کېدو وروسته ړنګ شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG