د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي ایل کې کولکته نایټ رایډرز او دلي کيپيټلز یو بل ته مخامخېږي


د ای پي اېل سیالۍ د مارچ په پای کې پیل شوې دي چې د مې تر ۲۹مې به روانې وي - پخوانی انځور.
د ای پي اېل سیالۍ د مارچ په پای کې پیل شوې دي چې د مې تر ۲۹مې به روانې وي - پخوانی انځور.

په هندي پريمير ليګ (ای پي اېل) ۲۰ اووريزه کرکټ اتلولۍ کې د کولکته نایټ رایډرز لوبډله له دلي کيپيټلز سره سیالي لري.

ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۲۸مه په ممبۍ کې دا سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه بجو پیل شي.

د اپرېل پر ۲۷مه، ګجرات ټايټنز په ممبۍ کې په يوه بله سیالۍ کې سن رایزرز حيدراباد ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه.

لومړی بېټينګ سن رایزر حيدراباد وکړ او د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۱۹۵ منډې وکړې. ګجرات ټايټنز دا هدف د افغان لوبغاړي راشد خان له خوا د لوبې په اخري بال د شپږيزې په وهلو پوره کړ.

خو د لوبې غوره لوبغاړی د سن رایزر حيدراباد تېز بالر عمران ملک وګرځېد ځکه چې هغه په ۴ اوورونو کې د ۲۵ منډو ترڅنګ په توپ اچونه یا بالنګ کې پینځه لوبغاړي هم سوځولي ول.

ای پي اېل د مارچ پر ۲۶مه پیل شوی چې د مې تر پایه به دوام لري.

په دې اتلولۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمینځ شاوخوا ۷۳ سیالۍ کېږي.

تر اوسه له شویو سیالیو سره سم، ګجرات ټایټنز په ۱۴ پواینټونو پر لومړي ځای، راجستان رایلز لوبډله پر دویم، سنرایزر حیدراباد پر درېیم، لکنو سوپر جاینټس پر څلورم او رایل چیلېنجرز بینګلور پر پینځم مقام ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG