د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيه وايي، د اوکراين د جګړې حل د خبرو له لارې ممکن دی


د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د ملګرو ملتونو جنرل سېکرټري انتونيو ګوتيرېش د اپرېل پر ۲۶مه په مسکو کې ملاقات وکړ.
د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین او د ملګرو ملتونو جنرل سېکرټري انتونيو ګوتيرېش د اپرېل پر ۲۶مه په مسکو کې ملاقات وکړ.

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین ويلي، دی لا هم هيله من دی چې د اوکراين جګړه د مذاکراتو له لارې ختمېدای شي.

نوموړي دا خبره د اپرېل پر ۲۶مه مسکو ته د ملګرو ملتونو د جنرل سېکرټري انتونيو ګوتيرېش د سفر پر مهال له هغه سره په ليدنه کې کړې.

د دې ملاقات په اړه د ملګرو ملتونو پر ووبپاڼه په بیان کې راغلي، ګوتيرېش له پوتين سره په خبرو کې د اوکراين په اړه د ملګرو ملتونو پر دريځ ټينګار وکړ او د اوکراين له جنګ ځپلو سيمو، په تېره له ماريوپول ښاره د خلکو د ایستلو پر وړانديزونو يې نظر ورسره شريک کړ.

ووبپاڼه زياتوي، ولسمشر پوتین په "اصولي توګه" ومنله چې د ملګرو ملتونو ترڅنګ د سره صليب اداره هم په ماريوپول کې خلکو ته بشري مرستې رسولی شي.

له ولسمشر پوتین سره تر ملاقات وړاندې د ملګرو ملتونو جنرل سېکرټري انتونيو ګوتیرېش د روسيې د بهرنیو چارو له وزیر سېرګې لاوروف سره هم وليدل او ورته يې وويل چې سازمان يې تيار دی چې د اوکراین د ماریوپول ښار د اوسېدونکو د ژوند ژغورنې او د هغوی خوندي ځايونو ته د انتقالولو لپاره خپل ټول وسایل وکاروي.

مسکو ته د ګوتيرېش سفر په داسې وخت کې شوی چې د اوکراین په ختیځ کې جګړې زور اخيستی دی.

په عين وخت کې امریکا او اتحادیانو یې د اپرېل پر ۲۶مه په جرمني کې په یوه غونډه کې اوکراین ته د وسلو لېږد پر موضوع خبرې کړې دي.

بلخوا بلغاریا او پولینډ ویلي چې روسيه به ورته د اپرېل له ۲۷مې څخه د ګیس ورکول بند کړي.

روسيه د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د تېلو، قدرتي ګيس او سکرو تر ټولو لوی صادروونکی ملک دی.

د ۲۰۲۲ز د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې په اروپايي هېوادونو کې د تېلو او ګيس بيې لوړې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG