د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي د روس په یرغل کې تر اوسه لږترلږه ۲۱۳ ماشومان وژل شوي


د اوکراین عمومي څارنوالۍ ویلي چې دا شمېرې حتمي نه دي او په کومو سیمو کې چې جګړه شوې له هغو نورې شمېرې هم راټولوي.
د اوکراین عمومي څارنوالۍ ویلي چې دا شمېرې حتمي نه دي او په کومو سیمو کې چې جګړه شوې له هغو نورې شمېرې هم راټولوي.

د اوکراین د عمومي څارنوال دفتر د اپریل پر ۲۴ مه وویل چې پر دې هېواد د روس په یرغل کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۱۳ ماشومان وژل شوي او نور ۳۸۹ ژوبل شوي دي.

روس سږکال د فرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین حمله وکړه.

د اوکراین عمومي څارنوالۍ ویلي چې دا شمېرې حتمي نه دي او په کومو سیمو کې چې جګړه شوې له هغو نورې شمېرې هم راټولوي.

د اوکراین د دونیڅک سیمې ګورنر پاولو کېریلینکو وویل چې د اپریل پر ۲۴ مه د روسي ځواکونو په ګوله بارۍ کې دوه ماشومانې وژل شوې دي.

نوموړي په ټولنیزې رسنۍ ټیليګرام یو پوسټ کې ویلي چې دا پنځه کلنه او ۱۴ کلنه نجونه هغه وخت ووژل شوې چې د استوګنې ودانۍ یې د روسي ځواکونو په برید کې ویجاړه شوه.

دا راز د اپریل په ۲۳ مه اوکرایني چارواکو وویل چې د دې هېواد په جنوبي ښار اوډیسه کې وژل شویو پنځه کسانو کې هم د درې میاشتو یو ماشوم شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش به د اپریل پر ۲۵ مه د ترکي، روس او اوکراین سفر پیلوي.

د ملګرو ملتونو لخوا د اپریل په ۲۳ مه ناوخته جاري شوي بیان کې راغلي چې د اپریل په ۲۵ مه به د ترکي سرښار انقره کې د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د ګوتېرېش هر کلی کوي.

د دې بیان ترمخه ګوتېرېش به د اپریل په ۲۶ مه ماسکو ته ځي او د روس له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به په اوکراین کې د امن په اړه خبرې اترې کوي.

د ملګرو ملتونو په بیان کې زیاته کړل شوې چې انتونیو ګوتېرېش به د اپریل په ۲۸ د اوکراین سرښار کییف ته ځي او د دغه هیواد له ولسمشر وولودیمېر زېلینیکي او د بهرنیو چارو له وزیر دېمیترو کولیبا سره به لیده کاته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپریل په ۲۳ مه ولسمشر زېلېنسکي له اوکراین نه وړاندې روس ته د ګوتېرېش د تګ په فېصله نیوکې وکړې.

ده وویل چې په دې ترتیب د نوموړي سفر منصفانه او منطقي نه دی.

ولسمشر زېلېنسکي زیاته کړه چې جنګ په اوکراین کې روان دی، د ماسکو په لارو کې نه مړي پراته دي.

د ده په وینا، پکار دا وه چې ګوتېرېش اول د اوکراین سفر کړی وای او هلته یې خلک او د اشغال نتیجې لیدلې وای.

روس د ۲۰۲۲م کال د فرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین یرغل پیل کړی چې پکې تر اوسه دواړو خواوو ته په زرګونو کسان وژل شوي او په لکهونو اوکراینیان بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG