د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن او دفاع وزیر لايډ اسټن به د اپرېل پر ۲۴مه، د اوکراين سفر کوي.
دا خبره د اوکراين ولسمشر وولوديمير زيلېنسکي د اپرېل پر ۲۳مه، د پلازمېنې کيیف په يوه مېټرو سټېشن کې د خبرې غونډې پر مهال وکړه.
امريکا په دې اړه لا هم څه نه دي ويلي.
د اوکراین ولسمشر زيلېنسکي زیاته کړه چې له امریکايي چارواکو سره د هغو وسلو او مهماتو پر څرنګوالي خبرې وکړي، چې اوکراین د روسیې د بې دلیله جګړې په وړاندې ورته اړتیا لري.
که داسې وشو نو دا به پر اوکراین د روسي يرغل وروسته پر دومره لوړه کچه د امريکايی چارواکيو د جګړه ځپلې اوکراین لومړی سفر وي. تر دې وړاندې اروپايي مشرانو د کيیف سفرونه کړي دي.