د لاسرسي ځای

تازه خبر

" تېرکال څلور زره ماشومان د جنسي تېري ښکار شوي"


د ماشومانو د حقونو ادارې وایي په پاکستان کې هره ورځ د ۱۱ ماشومانو سره په څه نا څه شکل کې جنسي زیاتی کېږي او باید په دې اړه سخته پالیسي جوړه کړل شي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکونکې یوه غیر سرکاري اداره ساحل په خپل کلني راپور کې وایي په ۲۰۱۷ م کال کې په پاکستان کې له ماشومانو سره ۴۱۳۹ د جنسي زیاتي پېښې رپوټ شوي دي، چې پکې د ځینو تعلق له خیبر پښتونخوا سره وو.

د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د حقونو د کمېشن مشر اعجاز خان وایي دوی د صوبې په ۱۲ ضلعو کې د ماشومانو د تحفظ ۱۵۵۵ مرکزونه جوړ کړي دي چې پکې د سیمې مشران هم شامل دي (( په دې اړه په ۲۰۱۰ کال کې یو قانون جوړ شوی چې پکې پر ماشومانو د جنسي تېري په پېښو کې ککړو کسانو ته سختې سزاګانې ورکول کیږي. خو مسله دا ده چې څنګه د داسې پېښو مخ نیوی وشي، او د دغې لپاره مو په ۱۲ ضلعو کې مرکزونه جوړ کړي دي چې پکې د د جماتونو امامان، پولیس او دسیمې مشران ګډون لري، چې دا شان په ټولنه کې پوهه پېدا کړل شي ))

د ماشومانو د حقونو ادارې وایي هره ورځ په پاکستان کې د ۱۱ ماشومانو سره په څه نا څه شکل کې جنسي زیاتی کیږي او باید په دې اړه سخته پالیسي جوړه کړل شي.

د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د حقونو ادارې سپارک مشر جهانزیب خان وایي اکثره په ټولنه کې له ماشومانو سره زیاتی هم د پېژندګلو کسانو لخوا کیږي، او د داسې پېښو په مخنیوې کې د مور پلار رول ډېر مهم دی ((ماشوم چې چرته ذدکړې کوي ، او یا څه کار کوي تر ټولو زیاته خطره ماشومانو ته هم هلته وي، او یا هم د پېژندګلو کسانو نه، داسې پېښې مخکې هم وې ، اکثره به پرې خلک غلي پاتې شول، خو اوس پوهه زیاته شوې ده، نو باید چې څومره پر دې خبرې کیږي هغه هومره به یې مخنیوی هم ممکنه وي ))

بلخوا د ماشومانو د حقونو یو کارپوه ارشد محمود وایي په دې اړه مسله یوازې د قانون عملي کېدل نه بلکې د داسې پېښو مخه نیول دي (( کله چې هم داسې پېښه وشي نو که تورن کس ته سزا هم ورکړل شي، بیا هم د ماشوم ژوند او شخصیت ته رسیدلی تاوان نه شي راګرځیدای، باید داسې ناوړه پېښې له سره ونه شي، او چې کومې شوي دي د هغوې بیا رغونه وشي ))

د پنجاب په قصور کې پر یوې ووه کلنې ماشومې زینب انصاري جنسي تېري او د هغې د وژلو وروستو په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو پر دغې او ورته پېښو خلک سخت غبرګون وښود او له حکومت نه په داسې پېښو کې ککړو کسانو ته د سختو سزاګانو ورکولو غوښتنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG