د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پولیسو پر ۱۴ کلنې نجلۍد جنسي تېري ملزم نیولی دی


په پاکستان کې پر ښځو د تېري او تشدد ضد مظاهرې هم شوې دي - انځور له ارشیفه
په پاکستان کې پر ښځو د تېري او تشدد ضد مظاهرې هم شوې دي - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د پېښور خزانې سیمې د مقصود اباد کلي اوسیدونکی سهار ګل وايي چې پر ۱۴ کلنې لور حمیرا یې ډله ییز جنسي تېری شوی دی.

نوموړي د اګست پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې د جولای پر ۲۰مه یې لور له خپل ورور سره بازار ته تللې وه او ماخوستن شاوخوا اته بجې په واپسۍ کې پرې درې کسانو جنسي تېرې وکړ.

سهار ګل زیاته کړه چې لور یې د ویرې له وجې څو ورځې دا خبره پټه ساتلې وه او خاموشه وه خو اوس دوی د مقصود اباد کلي د یو اوسیدونکي زبېر نومې تن خلاف په پولیسو کې رپورټ درج کړی دی.

ده وویل، " دوی زما د زوی حمزه په خوله لاس کېښود او لور یې راله یو کنډر ته دننه کړه او جنسي تېرې یې پرې وکړ. زما لور په دې ویرېده چې پلار به مې مړه کړي نو ځکه یې حال نه وایه."

سهار ګل زیاته کړه چې ملزمانو د ده پر لور تور پورې کړی چې له دوی به یې درې یا پنځه سوه روپۍ اخیستې.

د ده په وینا، ایس ایچ او په ملزمانو پسې وخندل چې "که دې نجلۍ دا کار کاوه نو بیا یې مور او پلار ولې خبر کړل؟"

سهار ګل مشال راډیو ته وویل، "زما له دې دنیا زړه موړ شو، زړه مې ژاړي، چې لور ته ګورم نو ډېر خپه کېږم."

د خزانې تاڼې مرستیال محرر احسان خان وویل چې زبېر نیول شوی دی او له هغه پوښتنې روانې دي.

د پولیسو په وینا، زبېر په جیل کې دی نو ځکه مشال راډيو د هغه دریځ معلوم نه کړای شو.

له دی وړاندې هم په پاکستان او په تېره بیا په خیبرپښتونخوا کې پر ماشومانو د جنسي تېریو پېښې ثبت شوې دي.

خو د جنسي تېریو خلاف له هغې وروسته په اسمبلیو او بهر احتجانونه او اعتراضات زیات شول چې د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ کې د پنجاب په قصور سیمه کې یوه ماشومه زینب انصاري تر جنسي تېري وروسته ووژل شوه.

پر هغې په جنسي تېري او وژنه تورن عمران علي ته هم د دې کال په اکتوبر میاشت کې پانسۍ ورکړل شوه.

حکومت له دې وروسته د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د زینب الرټ په نوم قانون منظور کړ او هم په دې نامه یې یو موبایل اېپلیکېشن پیل کړ چې پکې د دا ډول پېښو سره مخامخ کسان رپورټ درجولای شي.

د اګست پر پنځمه د پنجاب په کرړیانواله سیمه کې پر یوې ښځې او درو ماشومانو جنسي تېری شوی دی.

د رسنیو له مخې، د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۲۵مه د کوهاټ د خټک کالونۍ د اوبو په نالۍ کې د يوې څلور کلنې ماشومې مړی وموندل شو چې کورنۍ یې د جنسي تېري ادعا کوله.

د ماشومانو حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې ګروپ ډیولپمنټ پاکستان یو چارواکي عمران ټکر وویل چې په پاکستان کې د جنسي تېریو د پېښو مخنیوی ځکه نه کېږي چې حکومت په عملي توګه بشري حقونو ته لومړیتوب نه ورکوي.

ده وویل، "د خلکو معاشي او سماجي مسلې دي او خلکو کې صبر او برداشت کم شوی دی نو د مسلو حل راویستو پر ځای هغه لا نور کړکېچنې کېږي."

د حوا لور ادارې مشره خورشید بانو وايي، په پاکستان کې د جنسي تېریو په پېښو کې د زیاتوالي بېلا بېل وجوهات دي.

د دې په وینا، په دې کې مجرمانو ته پر وخت سزا نه ورکول، د کورنۍ لخوا د مجرم معاف کول، قوانین په سمه توګه نه عملي کېدل او د رسنیو او بشري حقونو ادارو لخوا د مجرم پر ځای د متاثره شوې تن ذکر بیا بیا کول هم شامل دي.

دې وویل، "څومره کیسونه دلته شوي دي خو خلک ویرېږي چې اوس به عدالت او تاڼې ته ځو، موږ به متاثره بلل کېږو او بیا به راپسې خلک خبرې کوي خو بیا هم څه نه کېږي. پاکستان کې قوانین جوړېږي خو هغه یوازې په اسنادو کې پاتې وي."

د پاکستان وفاقي کابینې د ۲۰۲۰م کال په نومبر کې یوه قانوني مسوده منظوره کړه چې له مخې یې پر ښځو او ماشومانو جنسي تېري کوونکي کسان له جنسي صلاحیته محرومېږي.

هلته د واکمن تحریک انصاف ګوند او د خیبرپښتونخوا د اسمبلۍ د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د ځانګړې قایمه کمیټۍ غړې عایشه بانو مشال راډیو ته وویل چې حکومت د جنسي تېریو خلاف د قانون سازۍ ترڅنګ د پوهاوي پروګرامونه هم پیل کړي دي.

نوموړې د خبرو پر مهال ژمنه وکړه چې د حمیره پېښه به په مکمله توګه څیړي او د مشال راډیو لخوا د خبر ترلاسه کېدو وروسته یې دې لړ کې د ماشومانو خوندیتوب کمیشن او د ټولنیز خیر ښیګړې ادارې مشر ته معلومات استولي دي.

دې وویل، "له ماشومانو او ښځو سره چې کومې پېښې کېږي، د هغې لپاره نه یوازې قانون سازي بلکې له دې سره موږ د کرایسیز سینټر په نوم مرکز هم جوړوو. د دې تر څنګ پر دې هم کار کوو چې د جنسي تېریو تر پېښو وړاندې داسې اقدامات وکړو چې دا ډول پېښې نه کېږي."

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې ساحل په خپل وروستي رپورټ کې ویلي چې له دوی سره په ۲۰۲۰م کال کې په هېواد کې د ماشومانو د جنسي ځورونو ۲۹۶۰ پېښې ثبت شوې دي چې پکې ۷۸۷ د جنسي تېریو هغه دي.

د ادارې په خبره، له ثبت شوو شمیرو څرګنده شوې چې په ۲۰۲۰م کال کې په پاکستان کې هره ورځ اته ماشومان د جنسي ځورونو ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG