د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګجرات ټایټنز د راشد خان په کپتانۍ کې لوبه وګټله


د افغانستان د کرکټ نومیالی لوبغاړی راشد خان سږ کال په انډین پرېمیر لیګ کې له ګجرات ټایټنز سره لوبېږي. (انځور: ارشیف)
د افغانستان د کرکټ نومیالی لوبغاړی راشد خان سږ کال په انډین پرېمیر لیګ کې له ګجرات ټایټنز سره لوبېږي. (انځور: ارشیف)

د هند د کرکټ په تجارتي ټورنامنټ انډین پرېمیر لیګ کې بېګا ګجرات ټایټنز لوبډلې د نومیالي افغان لوبغاړي راشد خان په کپتاني کې چینايي سپرکنګز لوبډله ده ماتې ورکړه.

د دې لوبډلې کپتان هرديک پانډې د ناروغه کېدو له کبله په سیالۍ کې ګډون نه وو کړی نو د لوبډلې مشري د هغه مرستيال کپتان، راشد خان ته پاتې شوې وه. دا د دې ټورنامنټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو افغان لوبغاړي ته د لوبډلې کپتاني سپارل شوې وه.

ګجرات ټایټنز د راشد خان په کپتانۍ کې تر پچه ګټلو وروسته لومړی چینايي سپر کنګز لوبډلې ته بېټنګ ورکړ او هغوی ورته په ۲۰ اورونو کې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

ګجرات ټایټنز لوبډلې هدف په ۲۰م اوور کې د اوو لوبغاړو په سر پوره کړ. ډيويډ ميلر تر ټولو ډير ۹۶ رنزونه وکړل او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. راشد خان په دې سیالۍ کې د خپلې لوبډلې لپاره ۴۰ رنزونه وکړل.

د اپرېل پر ۱۷مه تر دې پورتنۍ لوبه وړاندې سنرایزرز حېدراباد لوبډلې پنجاب کنګز لوبډلې ته به ۷ وکټونو ماته ورکړه.

د اپرېل پر ۱۸مه به راجستان رایلز لوبډله له کلکته نایټ رایډرز سره بازۍ کوي چې د پېښور پر وخت ماښام اووه بجې به پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG