د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو اېن ډي پي وايي افغانستان کې یې د کووېډ-۱۹ زرګونه ناروغانو درملنه کړې


په پکتیا کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو ته د ځانګړي روغتون له ودانۍ بهر ولسي خلک او روغتیاپالان ولاړ دي - انځور له ارشیفه.
په پکتیا کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو ته د ځانګړي روغتون له ودانۍ بهر ولسي خلک او روغتیاپالان ولاړ دي - انځور له ارشیفه.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وایي، ګرځنده کلېنېکونو یې په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ زرګونو ناروغانو ته طبي مرستې رسولې دي.

یاده اداره وايي، د ۲۰۲۱ز کال له اګست میاشتې راهیسې یې په افغانستان کې ګرځنده کلېنېکونو په کورونا وایرس اخته ۱۲،۰۰۰ ناروغانو ته مرستې رسولې دي.

یو اېن ډي پي د اپرېل پر ۱۳مه پر ټوېټر ليکلي چې د هغو ناروغانو ۵۹ سلنه يې سړي او ۴۱ هغه يې ښځې دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام دا هم ویلي چې د تېر کال له اګست میاشتې راهېسې یې په افغانستان کې له خلکو سره له کورونا وایرسه د ځان ساتلو په لړ کې هم مرستې کړې دي او وايي، شاوخوا یو نیم لکه خلکو ته یې په دې لړ کې پوهاوی ورکړی دی.

یو اېن ډي پي زیاتوي، په افغانستان کې به له اړمنو کسانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG