د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان پینځم تلين، کورنۍ يې لا هم د 'انصاف' په تمه ده


د مشال خان د وژنې پرضد په پاکستان او بهر هېوادونو کې مظاهرې شوې وې. انځور له ارشېفه

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې مذهب ته په سپکاوي تورن زده کوونکي مشال خان د وژنې نن (اپرېل ۱۳مه) پينځم تلين دی.

نوموړی د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل پر ۱۳مه قهرجنو زده کوونکو په وهلو ټکولو وژلی وو. وروسته د پولیسو پلټنو ثابته کړه چې مشال خان مذهب ته هيڅ سپکاوی نه وو کړی. د مشال خان کورنۍ وايي چې د هغه تر وژنې وروسته تر سختو کړاوونو تېر شوي دي.

د مشال خان پلار محمد اقبال چې په اقبال لالا مشهور دی، د اپرېل پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې پینځه کاله وروسته هم د خپل زوی د وژنې په تړاو د انصاف په لټون دی او هيله لري چې خلک به ورسره ملګري شي.

"تر ټولو اول خو د یوه بچي د ژوند خبره ده، ما دا خبره مخکې هم کوله او اوس یې هم کوم چې زما مشال خان خو ولاړ او بېرته نه راځي خو زه دا نه غواړم چې د نورو کورنیو مشالونه دې خدای مه کړه، مړه شي. زه غواړم چې د دې وطن مېندې او پلرونه زما مرسته وکړي چې موږ د خپلو کورونو مشالونه ژوندي وساتو "

د مشال خان پلار اقبال لالا
د مشال خان پلار اقبال لالا

د مشال خان د وژنې په تور د خيبرپښتنونخوا پولیسو ۶۱ کسان چې پکې ۱۳ د پوهنتون چارواکي ول، ونيول چې بیا د شاوخوا يوه کال عدالتي اورېدنو وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت ۳۳ کسانو ته سزاګانې وارولې. عدالت د مشال د وژلو مهم تورن کس عمران علي ته د مرګ سزا ورکړه خو تر اپيل وروسته د ۲۰۲۰ز کال په نومبر مياشت کې پېښور های کورټ د مرګ سزا په عمر بند واړوله.

د دې پرضد د مشال خان پلار اقبال لالا په عدالت کې درخواست ورکړ او لاهم دا مهال دا قضيه په سپريم کورټ کې روانه ده.

نوموړي مشال راډیو ته وويل چې سپريم کورټ د اپرېل پر ۱۱مه نېټه خط ورلېږدولی چې پکې ويل شوي چې پر دې به څه وخت وروسته اورېدنه پيلوي.

"ججانو صاحبانو د دواړو خواوو درخواستونه منلي خو د لیوګرانټ فېصله یې کړې ده. د لیو ګرانټ معنا دا ده چې یوه یا دوې میاشتې وروسته به د دوی پر اپیلونو اورېدنه پیلېږي."

د مشال خان پر وژنه په پاکستان کې دننه او بهر سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او عادي خلکو سخت غبرګون ښوولی وو.

د هغه د وژنې په تور نيول شويو او سزا شويو کسانو کې د عبدالولي خان پوهنتون کارکوونکي هم ول. د پوهنتون د نړيوالو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر عبدالشکور د مشال خان د پینځم تلين په تړاو وويل چې په تعلیمي ادارو کې داسې پېښې کېدل د ټولنې مجموعي فکر او سوچ په ګوته کوي چې د اندېښنې وړ خبره ده.

دی زیاتوي: "د پښتنو په سیمو کې دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده ځکه دلته پخوا داسې پېښې نه کېدلې. داسې کړنې به پخوا موږ په پنجاب کې لیدلې چې قهرجنو بلوګرو به د مذهب سپکاوي په تور خلک ووژل، که هغه د سیالکوټ پېښه وه او که د فېصل اباد. خو اوس موږ وینو چې دا مسله دلته هم راپورته شوې ده."

نوموړي زیاته کړه چې د دغسې پېښو شاته ځينې لاملونه دي چې پکې نصاب او ځينې ادارې هم لاس لري.

د مشال خان تر پېښې وروسته هم مذهب ته د سپکاوي په تور وژنې درېدلې نه دي.

تېره میاشت هم د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې درې نجونو د مدرسې يوه استاده مذهب ته د سپکاوي په تور وژلې وه. تر دې وړاندې د ۲۰۲۱ز کال په نومبر مياشت کې د چارسدې په تنګي تحصیل کې قهرجنو کسانو د پوليسو تاڼې او شپږو پوستو ته اور اچولی وو. دوی دا ګام د هغو ګنګوسو پر اساس پورته کړی وو چې ګواکې د پولیسو په بند کې يو کس په مبینه توګه قران پاک سوځولی دی، خو پوليسو دا ګنګوسې بې اساسه وبللې.

د پېښور پوهنتون د شېخ زېد اسلامي مرکز پخوانی مشر ډاکټر دوست محمد خان د اپريل پر ۱۲مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د پښتنو په سیمو کې د مذهبي توندروۍ د پېښو د مخنیوي لپاره باید پر حکومتي او غېر حکومتي کچ پوره اقدامات وشي.

"که د مشال خان پېښه ده یا په دې وروستیو کې ځینې نورې دردوونکې پېښې دي، دا ما ته د پوهې، زده کړو او د دینې تعلیم کمی ښکاري. ډېر په افسوس سره وايم چې په پوهنتونونو کې هم داسې عناصر شته لکه د اردو متل دی "ادھا تیتر ادھا بټېر" یعني لږ یې دیني او لږ یې عصري زده کړې کړې وي. په یوه خبره هم پوره پوه نه وي، خو دا ټېکداري يې اخيستې وي چې که څوک څه وکړي نو دا زموږ فرض یا حق دی چې د قانون پخپله نافذ کړو."

ډاکټر دوست محمد زیاتوي، باید په ټولنه کې پر بدلونونو سربېره تعلیمي ادارې هم داسې اصلاحات وکړي چې هغه د ځوانانو د مثبت فکري بدلون لامل وګرځي.

دا د عبدالولي خان پوهنتون په ليليه (هاسټل) کې د مشال خونه ده.انځور له ارشېفه
دا د عبدالولي خان پوهنتون په ليليه (هاسټل) کې د مشال خونه ده.انځور له ارشېفه

بل خوا د نفسياتو ماهر ډاکټر افتخار حسېن وایي کله چې په یوه ټولنه کې د ځوانانو لپاره د مثبتو سرګرمیو څه وسيله نه وي نو دوی په اسانه د مذهبي توندروۍ لپاره کارول کېدای شي.

"دلته د ځوانانو د ذهني صحت لپاره هیڅ نشته چې ګنې دوی څه پېنټنګ (انځورګري) وکړي، څه مشاعره وي، ټنګ ټکور، تېټر، لوبې او پارکونه وي، نو کله چې دا شیان نه وي، د ځوانانو ذهني صلاحیتونه محدوده شي او د توندروۍ اړخ ته مخ واړوي"

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان وایي، په دې هېواد کې د مذهب د سپکاوي په اړه جوړ شوی قانون زیاتره وخت غلط استعمال شوی خو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او حکومتي چارواکي په خبرو کولو کې له ډېره احتیاطه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG