د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د پولېنډ او بلغاریې یو شمېر سفارتکاران شړلي


APTOPIX Russia Daily Life
APTOPIX Russia Daily Life

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بلغاریه او پولینډ سفارتکاران یې له هیواده ویستلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې صوفیې او وارسا تیره میاشت یو شمیر روسي سفارتکاران کورته ولیږل. روسیې په ردعمل کې د بلغاریې دوه او د پولینډ ۴۵ سفارتکاران "ناخوښه" ګرځولي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اپریل پر اتمه، په یو بیان کې وویل چې دا کار یې د بلغاریې له خوا د مارچ په میاشت کې د دوو روسي سفارتکارانو د "ناخوښه" ګرځولو په عکس العمل کې کړی دی. په یو جلا بیان کې وزارت د پولینډ د ۴۵ سفارتي عملې د ویستلو اعلان هم کړی دی.

پولینډ تیره میاشت تور پوری کړی وو چې پر روسي سفارتکارانو د روسي استخباراتو لپاره د کار شک وو. د روسیې د بهرنیو چارو وزرات ویلي، په ماسکو کې یې د پولینډ سفیر راغوښتې او ورته یې د مارچ په ۲۳مه د روسي سفارتکارانو په "غیرمنصفانه" ویستلو سخت احتجاج کړی دی.

بلغاریې د مارچ په دویمه، دوه روسي ډپلومیټان ددې دریځ سره وویستل چې هغوی په داسې ناقانونه جاسوسي هلوځلو کې ښکیل وو چې د هغوی د سفارتي حیثیت سره یې سمون نه خوړلو. دوه اوونۍ وروسته صوفیې په ورته تورونو د ۱۰ نورو روسي سفارتکارانو د ویستلو اعلان هم کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG