د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان په میرعلي‌کې بل تن په هدفي برید کې وژل شوی


 په زیاتره قبایلي ضلعو کې د پاکستاني حکومت او پوځ پر دې ادعا سربېره د بدامنۍ پېښې دوام لري چې ګواکې دوی د ترهګرو ملا ماته کړې او هغوی هلته هیڅ منظمې شبکې نه لري. 
په زیاتره قبایلي ضلعو کې د پاکستاني حکومت او پوځ پر دې ادعا سربېره د بدامنۍ پېښې دوام لري چې ګواکې دوی د ترهګرو ملا ماته کړې او هغوی هلته هیڅ منظمې شبکې نه لري. 

د شمالي وزیرستان د میرعلي سیمې چارواکي وايي، د اګست پر ۲۹مه په حیدر خيلو کې یو ځايي تن حمد الله په هدفي برید کې وژل شوی دی.

پولیس چارواکو د نوم نه ښودولو په شرط د اګست پر ۲۹مه مشال راډيو ته وویل چې نامعلومه وسله والو حمد الله په ټوچي خوړ کې د فټبال لوبې کولو پر مهال وواژه.

د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې هلته نن په میرعلي کې خلک د شمالي وزیرستان د ځوانانو تنظیم مشر نور اسلام داوړ د وژنې خلاف احتجاج کوي.

نور اسلام داوړ د اګست پر ۲۷مه په هدفي برید کې وژل شوی وو. سږکال تر اوسه په شمالي وزیرستان کې ۴۱ هدفي وژنې شوي دي.

د شمالي او جنوبي وزیرستان په ګډون په زیاتره قبایلي ضلعو کې د پاکستاني حکومت او پوځ پر دې ادعا سربېره د بدامنۍ پېښې دوام لري چې ګواکې دوی د ترهګرو ملا ماته کړې او هغوی هلته هیڅ منظمې شبکې نه لري.

د هدفي وژنو تر څنګ په دې سیمو کې د خلکو د تښتولو پېښې هم رامنځ ته کېږي.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، سږکال د فبرورۍ پر ۲۱مه له شیوې تحصیل څخه په تښتول شوو شپږو کسانو کې درې خوشي کړل شوي دي.

د شمالي وزیرستان تحصیلدار غني الرحمن د اګست پر ۲۹مه مشال راډيو ته وویل چې دا درې کسان ورته د افغانستان له لورې طالبانو پر غلام خان بندر وسپارل.

نوموړي زیاته کړې چې دا د مرستیال کمیشنر شاهد علي خان او د اتمانزو مشرانو په هڅو را خوشي کړل شوي دي.

د فبرورۍ پر ۲۱مه په تښتول شوو کسانو کې درې د خدي قبیلې غړي وو. په خوشي شوو کې یو د خدي قبیلې شهنشا داوړ ، یو د میرامشاه د صحت محکمې غړی محسود رحمان او بل د جنوبي وزیرستان اوسیدونکی تېمور دی.

په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې په داسې حال کې د بدامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې په افغانستان کې طالبانو د تاوتریخوالي ترزیاتولو وروسته له پنجشیر ولایت پرته پر ټول هیواد ولکه ټینګه کړه.

د پاکستان پوځ هم په تېرو څو ورځو کې یو شمېر داسې خبرونه ورکړي چې له افغانستان سره پر پوله یې له وسله والو سره نښتې شوې دي.

د پاکستان پوځ وایي د اګست پر ۲۹مه هم په باجوړ کې د افغانستان له خاورې وسله والو د دوی پر امنیتي پوسته برید کړی چې پکې لږ تر لږه دوه برید کوونکي وژل شوي دي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې - ای ایس پي ار - پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د دوی په ځوابي ډزو کې لږ تر لږه درې وسله وال ټپي شوي هم دي.

تر دې وړاندې د اګست پر ۲۹مه د شمالي وزیرستان په شوال کې پر امنیتي ځواکونو په برید کې یو عسکر وژل شوی او بل زخمي شوی وو. د دواړو پېښو ذمه واري چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG