د لاسرسي ځای

تازه خبر

زيلېنسکي: د جګړې ختمولو لپاره له مذاکراتو پرته بله لار نشته


ولسمشر وولوديمير زيلېنسکي د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر څلورمه په بوچا ښارګوټې کې له خبریالانو سره خبرې کوي.

د اوکراین ولسمشر وولودومیر زيلېنسکي وايي چې له روسیې سره د جګړې د ختمولو لپاره له مذاکراتو پرته بله لار نشته.

نوموړي زیاته کړې چې مذاکرات په داسې وخت کې کول ګران دي چې د روسي پوځیانو له خوا د ولسي وګړو پرضد د ظالمانه کړنو نښې نښانې مخې ته راغلې دي.

زيلېنسکي د اوکراین خبریالانو ته په هغه مرکه کې چې په سرکاري ټیلي ویژن خپره شوې، ويلي چې په بوچا ښارګوټي کې شوې کارویانې د بخښلو وړ نه دي.

د نوموړي دا مرکه له هغې یوه ورځ وروسته مخې ته راغلې چې زيلېنسکي د اپرېل پر څلورمه نېټه له کییف سره نیژدې بوچا ښارګوټي ته سفر وکړ. چارواکو ویلي چې په دغه ښارګوټي کې د ملکیانو جسدونه موندل شوي دي چې پکې زیاتره په دالانونو، کوڅو او کورونو کې په ډزو ویشتل شوي دي.

په دې کې د ځينو داسې کسانو عکسونه هم خپاره شوي چې لاسونه یې شاته تړل شوي دي. نړېوالو ادارو د دې غندنه کړې ده خو روس دا تورونه ردوي او عکسونه یې جعلي بللي دي.

تمه ده چې د اوکراین او روسیې استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د بحران ختمولو لپاره د اپریل پر پنځمه (نن) د ويډیو له لارې خبرو ته دوام ورکړي. زيلېنسکي ویلي چې اوکراین د یو داسې غېر جانبداره هېواد وړاندیز کړی دی چې د امنیت ضمانت ورکوونکي به يې نور هېوادونه وي. نوموړي زیاته کړې چې بیلا بېلو هېوادونو ورته د مختلفو شیانو ضمانت ورکړی خو تراوسه یې د هېوادونو داسې فهرست نه دی ترلاسه کړی چې هغوی ۱۰۰ فيصده دې ته تیار وي. ولسمشر زيلېنسکي دا هم وویل چې اوکراین جدي ملګرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG