د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د حکومت او مخالفه ګوندونو ناندرۍ کوم لور ته روانې دي؟


د مارچ په اتمه نېټه د قامي اسمبلۍ په سیکټريټ کې د وزیراعظم عمران خان پر ضد د مخالفو سیاسی ګوندونو لخوا د بې باورۍ د تحریک له جمع کېدو راهيسې په پاکستان کې سیاسي هلې ځلې تېزې شوې دي.

دا مهال واکمن تحریک انصاف ګوند که له یوې خوا د خپلو اتحادي ګوندونو د بېلیدو خطر سره مخ دی نو بلخوا په ګوند دننه د علیم خان، جهانګیر ترین او چهينه ډلو په جوړېدو سره څيړونکي د تحریک انصاف د تقسیمېدو امکانات هم په ګوته کوي.

په اسلام اباد کې مېشت خبریال اعزاز سید وايي چې په پاکستان کې د سیاسي استحکام او په واک کې د راتلو او پاتې کېدو د پړاوونو مهم لوبغاړي سیاسی ګوندونه نه بلکې د هغه هيواد اسټبلیشمنټ دی.

هغه وايي:

"په دې سیاسي لوبه کې اسټبلیشمنټ یو تر ټولو مهم لوبغاړی دی خو د پاکستان په سیاسي ميدان کې کله کله دا لوبغاړی کمزوری هم شي، کله يې د ډیرو وجوهاتو له امله انرژي ختمه شي، لکه د بیلګې په توګه د جنرل مشرف په دوره کې او د جنرل کیاني د دندې په ورستیو ورځو کې اسټبلیشمنټ کمزوری شوی و. په دغو وختونو کې سیاستوال پیاوړي وو نو ځکه فیصله سازي د سیاستوالو په لاس کې وه."

خو د وزیراعظم عمران خان پر ضد د مخالفو سیاسي ګوندونو لخوا د عدم اعتماد او د موجوده سیاسي صورتحال په تناظر کې، د مارچ په ۱۰مه د یوې پوښتنې په ځواب کې د پوځ د اطلاعاتو د څانګې مشر میجر جنرل بابر افتخار په سیاست کې د پوځ د هر ډول مداخله رد کړې وه.

د حکومت پر ضد د عدم اعتماد د تحریک جمع کيدو نه پس مخالفه ګوندونه او حکومت په تکراري توګه په پارلیمان کې د خپلې عددي برترۍ دعوې کوي او د عدم اعتماد د تحریک د ناکامۍ او کامیابۍ په اړه بیان بازي روانه ده خو تر دې مهاله په حقیقت مبني سیاسي منظره نه تر سترګو کېږي. په اسلام اباد کې مېشت سیاسي څيړونکی حسن خان وايي چې په دې ټوله سیاسي لوبه کې د کره معلوماتو فقدان دی او د مستقبل د سیاسي منظرې په اړه جامع او کره معلومات د يو څو کردارونو پورې محدود دي.

هغه وايي:

" له کله نه چې د عدم اعتماد تحریک جمع شوی دی نو هيڅ څوک هم یوه قطعي څیړنه نه شي کولی چې د کومې خوا تله درنه ده؟ ځکه چې د روزانه په بنیاد سیاسي صورتحال بدلیږي. که د حکومت دعوو ته وګورو نو دا حقیقت دی چې حکومت سره ډیر بې انتها وسایل وي او په خاصه توګه د وزیراعظم سره ډیر اختیارات او پیسې وي نو دوی زیات خلک راضي کولی شي خو د یو اوږد بحث او تکرار نه پس اصف زرداري، میا شهباز شریف او مولانا فضل الرحمان د تحریک عدم اعتماد په جمع کولو رضا شوي، دا درې واړه هم د سیاست ډیر پوهه کردارونه دي خو په قطعي توګه هيڅ واضحه نه دي."

ايا د عمران خان ضد به د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ تحريک بریالی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:03 0:00

د پاکستان د ۳۴۲ غړو په قامي اسمبلۍ کې تحریک انصاف سره ۱۷۹ او مخالفو ګوندونو سره ۱۶۲ غړي دي خو که څه هم د حکومت اتحادي ګوندونو تر دامهال په ډاګه د مخالفو ګوندونو د حمایت اعلان نه دی کړی خو هغوی دا دعوه کوي چې د حکومت د متحدینو د ۱۷ غړو تر څنګ د تحریک انصاف په لسګونو غړي به هم د دوی د عدم اعتماد د تحریک ملاتړ کوي. په دغو غړو کې ځينو د مارچ په ۱۷مه رسنیو سره په خبرو کې د وزیراعظم عمران خان په حکومتي تګلارو اعتراض او د اپوزیشن د ملاتړ اعلان په ډاګه وکړو.

خو د مارچ په ۱۸مه، د تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یوې خبري غونډې پر مهال دغو ناراضو غړو ته خواست وکړ چې خپل ګوند ته دې راستانه شي. هغه وویل:

" که تاسو د عدم اعتماد د تحریک پر مهال د خپل ګوند د دریځ نه بدله پریکړه وکړه، نو دا به ستاسو یوه لويه سیاسی غلطي وي. زه تاسو ته د یو دوست او د یو خیر خوا په توګه دا اپیل کومه چې په خپله پریکړه نظر ثاني وکړئ "

مخالفه ګوندونه په ملک کې اقتصادي بد حالي، بې روزګاري، ګراني او ناقصه داخلي او خارجي تګلارې د عمران خان پر ضد د عدم اعتماد وړاندې کولو وجوهات ښيي خو د څیړونکو په اند د وزیراعظم عمران خان د سیاسي زوال تر شا بنیادي وجه د پنجاب صوبې ناقصه انتظام او اسټبليشمنت سره تعلقات خرابول دي.

XS
SM
MD
LG