د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو د طالبانو تاييد شوي سفارتکار ته اعتبار ليک ورکړی


د روسيې په سرښار مسکو کې کريملين ماڼۍ. انځور له ارشيفه
د روسيې په سرښار مسکو کې کريملين ماڼۍ. انځور له ارشيفه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وايي، مسکو د افغانستان یوه سفارتکار ته چې طالبانو تایید کړی، اعتبار لیک ورکړی.

روسیې داسې وخت د طالبانو یو سفارتکار منلی چې په تېرو وختونو کې یې دوی "ترهګریز سازمان" بلل. طالبان د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې پر افغانستان واکمن شول خو د دوی حکومت لا تر اوسه چا په رسمیت نه دی پيژندلی.

سرګي لاوروف نن (د مارچ په ۳۱ مه) په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوې غونډې ته وویل، په مسکو کې د طالبانو د حکومت یو سفارتکار د روان ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ میاشت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا تایید شوی، له هغه وخت راهیسې فعالیت کوي.

لاوروف زیاته کړه، روسیه باوري ده چې نړیواله ټولنه باید له نوي افغان حکومت سره په فعاله توګه همکاري وکړي او د ملګرو ملتونو او د هغې د ټولو غړو له خوا د رسمیت پېژندلو په هدف ګامونه پورته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG