د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د روژې میاشتې لیدلو مرکزي کمېټۍ د اپريل پر دويمه غونډه کوي


د پاکستان د روژې میاشتې لیدلو مرکزي کمېټۍ رویت هلال ویلي چې د روژې میاشتې لیدلو لپاره به د را روانې شنبې په مازيګر (د اپريل پر دويمه) په پېښور کې خپله مرکزي غونډه کوي.

روانه اوونۍ په یو خپور شوي بیان کې رويت هلال کمېټۍ ویلي چې د دغې غونډې مشري به یې مرکزي مشر مولانا عبدالکبیر ازاد کوي او د میاشتې لیدلو تر شهادتونو وروسته به د لومړۍ روژې اعلان کوي.

په پاکستان کې د روژې او اختر اعلان د هېواد د رویت هلال مرکزي اداره کوي، خو زياتره وخت په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ځايي جوماتونو امامان د شهادتونو تر لاسه کېدو وروسته په مقامي ډول هم د روژې او اخترونو اعلانونه کوي چې له کبله یې دا موضوع په هغه هېواد کې لانجمنه پاتې شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG