د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان چارواکو ۳ کار کيندونکي ژغورلي دي


په بلوچستان کې کان کيندونکي پر کار بوخت دي (انځور له ارشيفه)
په بلوچستان کې کان کيندونکي پر کار بوخت دي (انځور له ارشيفه)

د بلوچستان چارواکي وايي په هرناي سیمه کې يې هغه درې کان کيندونکي ژوندي ژغورلي چې پنځه ورځې مخکې د سکرو په يوکان کې د چاودنې له امله ګير پاتې وو.

په کوټه کې د سکرو د کانونو د څارنې د دارې مشر څارونکي، عبدالغني شاهواڼي د مارچ په ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چي کان کيندونکي یې تر ژغورلو وروسته د کوټې په يو روغتون کې د درملنې لپاره داخل کړي دي.

دغه درې کسان د مارچ په ۲۲مه په زرغونه غره کې د سکرو په کان کې د چاودنې له امله بند پاتې وو. په دغه ورځ درې نور کسان ژوندي راایستل شوي وو.

د شاهواڼي په وينا دا کان يې اوس بند کړی او د مالک پرضد به یې قانوني ګامونه پورته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG