د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غونډه د مارچ په ۲۲مه پيليږي


د ياکستان بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې رسنيو ته د اسلامي سازمان د غونډې په اړه معلومات ورکوي
د ياکستان بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې رسنيو ته د اسلامي سازمان د غونډې په اړه معلومات ورکوي

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ځيني استازي اسلام اباد ته رسېدلي دي. دوی د مارچ پر۲ ۲مه او ۲۳مه کېدونکې د دې سازمان په غونډه کې ګډون کوي. د دې غونډې موضوع د يووالي، انصاف او پرمختيا لپاره همکاري کول دي.

د پاکستان سرکاري خبري اژانس (ایسوشیټېد پریس اف پاکستان) په خپله ویبپاڼه لیکلي چې د او ايي سي د بهرنیو چارو د شورا په ۴۸مې غونډه کې به اسلامي هېوادونو ته د ورپېښو امنیتي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو او د فلسطین او د هند تر انتظام لاندې کشمیر په اړه هم بحث کېږي.

د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان کې د پاکستان په ګډون ۵۷ هېوادونه شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG