د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې يو قومي مشر وژل شوی دی


د شمالي وزیرستان نقشه
د شمالي وزیرستان نقشه

د شمالي وزيرستان د ميرعلي پوليس او ځايي خلک وايي چې وسله والو يو ځايي مشر ملک دریا جان حیدر خیل وژلی دی.

د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر عقیق حسین د مارچ په ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې مخ پټو وسله والو د مارچ پر ۱۴مه په میرعلي بازار کی پر ملک دريا خان ډزې وکړي او وې واژه. هغه زياته کړه چې وسله وال د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.

د نوموړي په وينا چی پولیسو د نامعلومه کسانو پر ضد مقدمه درج کړې او پلټنې يې پېل کړې دي.

په روان کال کې شمالي وزیرستان کې دغه څلورم هدفي برید دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG