د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې پر امنيتي پوستې بريد کې دوه پوځيان وژل شوي


په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ عسکر ګزمه کوي. انځور له ارشيفه
په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ عسکر ګزمه کوي. انځور له ارشيفه

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر يوې امنيتي پوستې په وسله وال بريد کې دوه پوځيان وژل شوي دي.

په میرامشا کی د پوځ یو چارواکي، چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نن (مارچ لومړۍ نېټه) سهار وختي د غلام خان دیوګر سیدګۍ سيمه کې پر امنیتي پوستې نامعلومه وسله والو ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې دوه پوځيان ووژل شول.

نوموړي ادعا وکړه چې ډزې د پولې له پورې غاړې څخه وشوې خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم چا د دې بريد مسوليت منلی دی.

بلخوا پرون (فبرورۍ ۲۸مه) هم د شمالي وزيرستان د رزمک ډویژن په دوسلي تحصیل کې د نامعلومه وسله والو په ډزو یو امنیتي سرتیری ژوبل شوی وو چی دا مهال په روغتون کې دی خو روغتيايي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

په دا وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې وسله وال بریدونه زیات شوي او ورسره د وسله والو پر ضد د پوځ ځانګړو عملیاتو کې هم زیاتوالی راغلی دي.

تېره اوونۍ پوځي چارواکو وویل چې د شمالي وزیرستان د میرامشا په همزوني سیمه کی یې د ځانګړو عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال وژلي دي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تيرو دريو کلونو راهيسې هلته هدفي وژنې پیل شوې چې تر نن پورې دوام لري. په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې. په روان (۲۰۲۲ز) کال کې په شمالي وزیرستان کې تر اوسه درې هدفي بریدونه شوي خو تېر کال هلته ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي، خو حکومت وايي چې هلته يې د وسله والو پرضد ځانګړي عمليات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG