د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین کې د روسیې لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه جو بایډن خبرداری ورکړی


د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۱۱مه په سپینه ماڼۍ کې د روسيې خلاف د نویو ګامونو اعلانولو پر مهال

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اوکراین کې د روسیې لخوا د کیمیاوي وسلو د کارولو خبرداری ورکړی دی.

روېټرز خبري اژانس د بایډن په حواله لیکلي چې روسیه د همداسې یوه برید په فکر کې ده.

له نېږدې څلورو اوونیو راهیسې روسي ځواکونو پر اوکراین بریدونه پيل کړي، خو د راپورونو له مخې تر اوسه ‌یې کوم لوی ښار نه ‌دی نیولی.

دا مهال د روسي ځواکونو ډېر تمرکز د اوکراین پر بندري ښار ماریوپول دی، خو پرون (مارچ ۲۱مه) په بل ښار خارکیف کې هم د تودې جګړې راپور ورکړل شوی دی.

بلخوا د اوکراین حکومت وايي چې په محاصره شوي ساحلي ښار ماریوپول کې یې ځواکونو او د ښار اوسېدونکو د روسي یرغل پر وړاندې مزاحمت ته په بهادرۍ دوام ورکړی دی.

د اوکراین محاصره شوي ماریپول ښار کې مړي په لارو کوڅو کې ښخول کېږي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي د مسکو لخوا د تسلیمېدو لپاره د نېټې ورکولو باوجود د مقابلې لپاره ټینګ ولاړ دی او پر روس یې یو وار بیا د سولې د خبرو غږ کړی دی.

د ماریوپول اوسېدونکو د مارچ پر ۲۱ د روسيې د خونړيو بریدونو پر وړاندې جګړه جاري ساتلې ده. بل لوري ته روس د اوکراین سرښار کیيف په شمول پر یو شمېر نورو ښارونو هم بمبارۍ ته زور ورکړی دی.

د وولوديمیر زېلېنسکي په مشرتابه اوکرایني چارواکو د روس لخوا هغه ضرب الاجل رد کړ چې وايي ماریوپول ښار دې ورته تسلیم کړي. زېلېنسکي ویلي چې د سټراټیژيکي بندر لرونکي ماریوپول ښار تر څنګ خارکیف او کیيف به هیڅکله له لاسه ورنکړي.

په عین حال کې د امریکا پوځ د مارچ پر ۲۱ مه پر روسي ځواکونو تور پورې کړ چې پر اوکراین د خونړي یرغل پر مهال یې جنګي جرمونه کړي دي.

تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې یو مشر سفارتکار جوزف بوریل وویل په ماریوپول کې چې دا وخت څه روان دي، هغه په لویه کچه جنګي جرم دی، هر څه تباه کېږي، بمباري روانه ده او خلک وژل کېږي.

روس د فبرورۍ په ۲۴ مه پر اوکراین یرغل پیل کړ چې پکې تر اوسه په سلګونو کسان وژل شوي او په لکونو نور بېکوره شوي دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG