د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر روس ته د ماريپول ښار د تسليمېدو غوښتنه رد کړه


د اوکراين ولسمشر وولوديمير زیلینسکي ـ انځور له ارشيفه
د اوکراين ولسمشر وولوديمير زیلینسکي ـ انځور له ارشيفه

اوکراین د روس هغه غوښتنه رد کړه چې پکې د محاصره شوي ماريپول ښار د تسلمیدو او د مارچ په ۲۱مه د سپينو بيرغونو لوړولو خبره شوې وه.

که څه هم اوکرايني ولسمشر وولوديمير زیلینسکي خپل روسي سیال ويلادیمیر پوتين سره د مزاکراتو په اړه خپله خبره تکرار کړه خو زیاته يې کړه چې په هيڅ صورت نه شي تسليميدای.

د جنوبي ساحلي ښار ماريپول کې په لارو کوڅو کې سخته خونړۍ جګړه روانه ده. له دغه ښاره د مارچ په ۲۱مه د ګڼو خلکو د ايستلو پلان دې.

بلخوا روسي ځواکونو په يو شاپنګ مال برید کړی او يو شمیر خلک يې وژلي دي.

له تیرو دوو اونيو راهیسې د ماریپول ښار اوسیدونکي د بنیادي ضروروتونو لکه اوبو، خوراک او د سون له موادو بې برخې په دغه ښار کې بند پاتې دي.

د فرورۍ پر ۲۴مه له روسي یرغل مخکې د دغه ښار ابادي څلور لکه پورې وه. روس غواړي چې که د ماریپول ښار واک په لاس کې واخلي نو له دې سره به کرايمیا سره رابطه جوړه شي. روس په ۲۰۱۴ز کال کې کرايمیا ټاپو نيولی او د خان سره یو ځای کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG