د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مسکو تر بندېزونو وروسته ازادې اروپا راډيو نوي دفترونه پرانيستل


د چېک جمهوريت په سرښار پراګ کې د ازادې اروپا/ازادي راډيو مرکزي دفتر. انځور له ارشيفه
د چېک جمهوريت په سرښار پراګ کې د ازادې اروپا/ازادي راډيو مرکزي دفتر. انځور له ارشيفه

د روسیې له لوري په دغه هېواد کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د فعالیت تر مخنیوي وروسته دې راډیو د ليتویا په پلازمېنه ریګا او د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې دفترونه پرانیستل.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشر جېمي فلای د مارچ پر ۱۷مه وويل چې د خپلواک ژورنالیزم د غلي کولو لپاره د روسیې او بیلاروس د حکومتونو پر هلوځلو سربېره به دغه راډيو د خپلو نویو دفترونو په وسیله په روسیې او بیلاروس کې خپلو مخاطبانو ته معلومات رسوي.

په دغو دوو دفترونو کې به د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د روسي او بیلاروسي څانګو ټیمونه، نړیواله دیجيټل شبکه او د کرنټ ټایم په نوم ۲۴ ساعته ټېليويژن کار وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG