د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانیو افغان چارواکو له طالب مشرانو سره خبرې پیل کړې


حامد کرزی او عبدالله عبدالله
حامد کرزی او عبدالله عبدالله

طالبان چې له پنجشیر پرته پر ټول افغانستان ولکه لري په کابل کې یوشمېر سیاستوالو او پخوانیو افغان چارواکو ورسره د راتلونکي نظام او سولې په اړه خبرې پیل کړې.

له تېرو پینځو ورځو راهیسې سیاسي برخلیک نامعلوم دی، دې حالت ته په کتو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بېګاه ناوخته په یوه ګډ ویډویي پیغام کې وویل چې له طالب مشرانو سره یې سلا مشورې کړې خو اساسي خبرو ته نه دې ننوتي.

نوموړو همداراز د افغانستان یوازيني هغه ولایت ته چې د طالبانو تر واک لاندې نه دی سفر کړی.

د دوړاو له لوري په خپرو شویو اعلامیو کې ویل شوي چې د راتلونکې ټول - ګډونه نظام لپاره خبرو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې له پنجشیر پرته ټول ولایتونه د طالبانو په لاس کې دي.

له بلې خوا د افغانستان یوشمېر سیاسي رهبران له تېرو شپږو ورځو راهېسې په اسلام اباد کې دي.

محمد محقق، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او یوشمېر نورو په خپلو جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې د افغانستان د راتلونکي نظام او سولې په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبري کړي دي.

دوی په خپرو شویو اعلامیو کې له طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې خبرې پيل کړي او افغانان دیوې هر اړخیزې سولې خاوندان کړي.

په ورته مهال طالبانو هم په راتلونکې کې د یوه هر-اړخیز نظام په جوړېدو ټینګار کړی.

ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي چې هرڅه له نوي سره پیل شوي او باید د افغانستان د قضیې ښکلې خواوې تېر په هېر او راتلونکي ته کار وکړي.

طالبانو د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل په ګډون د افغانستان زیات ولایتونو تر خپلې ولکې لاندې راوستل او د جګړې د پای ته رسېدو اعلان یې وکړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG