د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عدم اعتماد تحريک څنګه وړاندې کېږي؟


د پاکستان د قامي اسمبلۍ وداني - انځور له ارشیفه
د پاکستان د قامي اسمبلۍ وداني - انځور له ارشیفه

د پاکستان اپوزیشن ګوندونه د وزيراعظم عمران خان ليرې کول غواړي. دوی د دې لپاره د مارچ پر اتمه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک جمع کړی دی.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو له خوا د وزيراعظم عمران خان د ليرې کولو لپاره د عدم اعتماد تحريک تر جمع کولو وروسته به اوس د قامي اسمبلۍ سپیکر په ۱۴ ورځو کې دننه پر دې تحريک د رايو اچولو لپاره د اسمبلۍ غونډه ورغواړي.

قانونپوه افتخار ګېلاني د مارچ پر نهمه مشال راډيو ته وويل، "سپیکر د قانون له مخې مجبوره دی چې په ۱۴ ورځو کې د اسمبلۍ ناسته راوغواړي. هېڅ یې نه شي ځنډولی."

عدم اعتماد تحريک څه دی؟

د پاکستان د ايين ترمخه، که د قامي اسمبلۍ غړي يا ګوندونه د وزيراعظم له کاره خوشاله نه وي نو کولی شي د هغه پر خلاف د عدم اعتماد يا بې باورۍ تحريک وړاندې کړي.

سپیکر د قانون له مخې مجبوره دی چې په ۱۴ ورځو کې د اسمبلۍ ناسته راوغواړي. هېڅ یې نه شي ځنډولی.
افتخار ګېلاني

د عدم اعتماد تحريک راوړلو لپاره لومړی د قامي اسمبلۍ له سپیکر سره درخواست جمع کېږي. په دې قرارداد يا درخواست بايد د قامي اسمبلۍ ۶۸ غړي لاسليکونه وکړي. که لاسليکونه تر دې کم وي نو سپیکر یې ردوي او که پوره وي نو سپیکر د قانون له مخې د عدم اعتماد تحريک د وړاندې کېدو مخه نه شي نیولی.

د عدم اعتماد تحريک کامیابولو لپاره څو رایې ضروري دي؟

د پاکستان قامي اسمبلۍ د غړو شمېر ۳۴۲ دی خو د حکمران تحريک انصاف يو غړی وفات شوی او څوکۍ یې خالي ده. د عدم اعتماد تحريک د کامیابۍ لپاره اپوزیشن ګوندونو ته د ۱۷۲ رايو اړتيا ده. د قامي اسمبلۍ له ووبپاڼې سره سم، د حکمران پاکستان تحريک انصاف ۱۵۵ غړي دي خو له اتحاديانو سره یې ټولې څوکۍ ۱۷۸ ته رسېږي.

د حکومت مخالفه غړو شمېر ۱۶۴ دی خو د پاکستان جمهوري تحريک (پي ډي اېم) په نامه د حکومت مخالفه ګوندونو مشر مولانا فضل الرحمان ادعا کړې چې د حکومت له اتحاديانو سره یې خبرې شوي او د وزيراعظم ليرې کولو لپاره یې هغوی هم له ځان سره ملګري کړي دي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حکومتي او اپوزېشن غړو شمېر
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حکومتي او اپوزېشن غړو شمېر

د پارلېماني چارو پوه ظفرالله خان وايي د عدم اعتماد کاميابيېل يا ناکامېدل به د وړو اتحادي ګوندونو په ملګرتيا پورې اړه ولري چې له چا سره درېږي.

هغه د مارچ پر نهمه مشال راډيو ته وويل چې ولسمشر کولی شي چې اسمبلۍ ماتې کړي. "نه له عمران خان او نه له اپوزیشن سره واضح یا ساده اکثریت شته دی. نو ځکه د هغو کسانو رایې ډېر اهميت لري چې د تحريک انصاف اتحاديان دي. د اتحادیانو رایې که اپوزیشن ته لاړې شي نو بيا د عدم اعتماد تحريک کاميابېدلی شي. نو اوس به ګورو چې څه کېږي. کیسه فېفټي-فېفټي ده یعنې دواړه خواوې برابرې دي."

ايا د عمران خان ضد به د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ تحريک بریالی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:03 0:00

د عدم اعتماد تحريک کاميابېدو يا ناکامېدو په صورت کې څه کېږي؟

عدم اعتماد تحريک ته رایې په علني يا ښکاره ډول اچول کېږي.که ډېرې رایې یې واخیستې نو کامياب او وزيراعظم له دندې ليرې کېږي خو که کمې رایې یې يوړي نو وزيراعظم پر خپله دنده پاتېږي. د وزيراعظم د ليرې کېدو په صورت کې بايد قامي اسمبلۍ پر هم هغه ورځ د نوموړي ځایناستی وټاکي. د بل وزيراعظم لپاره د قامي اسمبلۍ هر غړی کانديدېدلی شي.

ظفرالله خان وايي، "د وزيراعظم پر ځای بل کس به په همدغه اسمبلۍ کې انتخابېږي. دا هر څوک کېدلی شي خو شرط یې دا دی چې د قامي اسمبلۍ غړيتوب ولري. د قامي اسمبلۍ هر غړی د وزيراعظمۍ لپاره ځان نومولی شي. په دې هر څه کې د ولسمشر او سېنېټ هېڅ کردار نشته. البته که خبره د اسمبليو تحليل ته لاړه شي نو ولسمشر د وزیراعظم په مشوره يا غوښتنه اسمبليانې ماتولی شي."

د پاکستان په تاريخ کې هېڅکله یو وزيراعظم د عدم اعتماد تحريک له لارې له څوکۍ نه دی لیرې شوی.

شوکت عزيز په ۲۰۰۶ز او بينظیر بوټو په ۱۹۸۹ز کال کې د اپوزیشن له خوا له دغسې تحريکونو کامیاب وتلي ول.

وزيراعظم عمران خان د ۲۰۲۱ز کال په مارچ کې په رضاکارانه ډول له قامي اسمبلۍ څخه د عدم اعتماد رايې ته ځان حاضر کړی وو چې د ۱۷۸ رايو په وړلو یې وګاټه.

XS
SM
MD
LG