د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې مخ پټو وسله والو دوه کسان وژلي


د شمالي وزيرستان نقشه. انځور له ارشيفه
د شمالي وزيرستان نقشه. انځور له ارشيفه

د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې پولیس چارواکو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې د فبرورۍ پر ۲۱مه نامعلومه وسله والو په هدفي برید کی دوه وروڼه ووژل او وتښتېدل.

عیني شاهدان وايي چی پرون (فبرورۍ ۲۱مه) په ميرامشا لوبغالي کې سلګونه کسان جمع ول چې ناڅاپه مخ پټي وسله وال راغلل، دواړه وروڼه يې ووژل، او بيا وتښتېدل

د میرامشاه د پولیسو مشر عقیق حسېن پرون ناوخته مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون مازیګر رامنځ ته شوه. پولیس وايي، مخ پټو وسله والو افتاب الله او شمشیر الله د ميرامشاه په پلنګزو سیمه کې په ډزو ووژل.

د دې بريد مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په روان (۲۰۲۲ز) کال کې په شمالي وزیرستان کې درېيم هدفي برید دی. تېر کال هلته ۶۳ هدفي بریدونه شوي ول.

د شمالي وزیرستان خلک له حکومته غوښتنه کوي چې د دغو بریدونو مخه دې ونیسي. پولیس وايي، هڅه کوي چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي خو بیا هم دا ډول بریدونه وخت په وخت ترسره کېږي.

په شمالي وزيرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان پوځ عمليات وکړل او وروسته يې سيمه له وسله والو پاکه اعلان کړه خو له تيرو دريو کلونو راهيسې هلته هدفي وژنې پیل شوې چې تر نن پورې دوام لري. په نښه شوي زیاتره ولسي وګړي دي او کله هم چا د دوی د وژلو ذمه واري نه ده منلې.

ځايي خلک وايي چې وسله وال بيا منظم شوي دي. دوی په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ پرضد په وار وار مظاهرې، پرلتونه او احتجاجي جلسې هم کړې دي، خو حکومت وايي چې هلته يې د وسله والو پرضد ځانګړي عمليات پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG