د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د جنازې پر مهال په ډزو کې درې کسان وژل شوي


پوليس وايي پېښه په بډه بېره کې د جنازې پرمهال شوې.
پوليس وايي پېښه په بډه بېره کې د جنازې پرمهال شوې.

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په بډه بېره کې د جنازې پر مهال د ډزو په پېښه کې درې کسان وژل شوي دي.

د بډه بیري د تاڼې مشر واجد خان د فبرورۍ پر ۲۸مه مشال رېډیو ته وویل چې دا د پخوانۍ شخصي دشمنۍ پېښه ده چې پکې مخالف لوري د جنازې پر لمانځه پر ولاړو خلکو ډزې وکړې.

نوموړی زیاتوي چې په پېښه کې دوه تنه ژوبل شوي هم دي او پلټنې يې پيل کړې دي.

بل خوا په بډه بيره کې د سمايل اګېن په نوم د یو شخصي هسپتال مشر ډاکتر محمد عرفان الله مشال راډيو ته وويل چې روغتون ته یې پینځه مړي او په مرمیو لګېدلي شپږ ژوبل کسان وروړل شوي خو پولیس په ډزو کې د درو کسانو د مرګ او د دوو د ژوبلېدو تصدیق کوي.

XS
SM
MD
LG