د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: د نننۍ سیالۍ ګټونکې لوبډله به پایلوبې ته ووځي


د فبرورۍ پر ۲۴مه د اسلام اباد یونایټډ لوبغاړی د شاټ وهلو پر مهال.
د فبرورۍ پر ۲۴مه د اسلام اباد یونایټډ لوبغاړی د شاټ وهلو پر مهال.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) د اتلولۍ په لړ کې د اسلام اباد یونایټډ او لاهور قلندرز لوبډلې له یو بل سره سیالي لري.

د فبرورۍ ۲۵مې لوبه د لاهور په قذافي لوبغالي د پېښور پر وخت پر ماښام اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، اسلام اباد یونایټډ لوبډلې پېښور زلمي ته ماته ورکړه. پېښور زلمي په لومړي بیټېنګ کې په ۲۰ اورونو کې ۱۶۹ منډې جوړې کړې او پینځه لوبغاړي یې وسوځېدل. د دې په ځواب کې اسلام اباد یونایټډ په اخري اوور کې د ۱۷۰ منډو هدف پوره کړ.

د جمعې د ورځې سیالۍ ګټونکې لوبډله به د فبرورۍ پر ۲۷مه له ملتان سلطانز لوبډلې سره پایلوبه کوي. ملتان سلطانز

د پي اېس اېل په اوومه اتلولۍ کې شپږ لوبډلو برخه اخیستې ده. دا سیالۍ د جنورۍ پر ۲۷مه په کراچۍ کې پیل شوې او د فبرورۍ تر اوومې پورې لوبې هم هلته په نیشنل لوبغالي کې وشوې. تر هغې وروسته پاتې ټولې سیالۍ په لاهور کې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG