د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: نن پېښور زلمي له اسلام اباد یونایټډ سره لوبه لري


د ملتان سلطانز لوبغاړي د لاهور قلندرز ډلې د یوه لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د فبرورۍ ۲۳مې انځور.
د ملتان سلطانز لوبغاړي د لاهور قلندرز ډلې د یوه لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د فبرورۍ ۲۳مې انځور.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اوریزه کرکټ اتلولۍ په لړ کې پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټډ یو بل ته مخامخېږي.

د فبرورۍ ۲۴مې سیالي د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر وخت پر اووه بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې، په قذافي لوبغالي کې ملتان سلطانز کرکټ لوبډلې، لاهور قلندرز ته په ۲۸ منډو ماتې ورکړه او پایلوبې یا فاینل ته ورسېده.

ملتان سلطانز په ۲۰ اورونو کې د دوو وکټو په نقصان ۱۶۳ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې لاهور قلندرز د نهو وکټو په تاوان ۱۳۵ رنز جوړ کړل او میچ یې وبایله.

د پاکستان سوپر ليګ په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د فبرورۍ پر ۲۷مه په لاهور کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG